د افغان طالبان رجيم او ملا هېبت الله آمرانه پالېسيو خلاف اولسي عبرګون كښې نور شدت رامخې ته شو ٬ د افغان وګړي پاكستاني عسكري قيادت سره د مينې څرګندونه

اسلام آباد۔28 اپرېل(اے پی پی) د افغان طالبان رجیم او ملا هېبت اللہ آمرانه پالېسيو خلاف اولسي غبرګون كښې نور شدت رامخې ته شوے دے۔ جلال آباد غنډ كښې د طالبان رجيم ملټري كېمپ څخه بهر د افغان وګړي وېډيو په سوشل ميډيا وائرل شوه په كومه كښې چې پاكستاني عسكري قيادت سره د مينې څرګندونه شوې ده۔ د تفصيلات له مخې افغان وګړي د پاكستاني عسكري مشرتابه په نوم …

اسلام آباد۔28 اپرېل(اے پی پی) د افغان طالبان رجیم او ملا هېبت اللہ آمرانه پالېسيو خلاف اولسي غبرګون كښې نور شدت رامخې ته شوے دے۔ جلال آباد غنډ كښې د طالبان رجيم ملټري كېمپ څخه بهر د افغان وګړي وېډيو په سوشل ميډيا وائرل شوه په كومه كښې چې پاكستاني عسكري قيادت سره د مينې څرګندونه شوې ده۔ د تفصيلات له مخې افغان وګړي د پاكستاني عسكري مشرتابه په نوم خپل پېغام كښې نړيوال امن لپاره غوره كردار د ستائنې وړ وګرځولو۔ افغان وګړي د امريكې او ايران جنګ كښې د مسلمانانو وينه لا بهېدو څخه ساتلو له د پاكستان د عسكري مشرتابه تګلاره وستائله۔ افغان وګړي ووئيل افغان طالبان د اسلامي رياست په نامه يوازې د خپل قام استحصال كوي٬ په وېډيو كښې ليدلې شي چې افغان وګړے په پاڼه د درج ليك د لارې هم پاكستان او عسكري مشرتابه سره د زياتې مينې څرګندونه كوي