کرکټ يوازې يوه لوبه نه ده بلکې د پاکستانیانو جذبه او پېژنډګلو ده ، وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔27اپریل (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي کرکټ يوازې يوه لوبه نه ده بلکې دا د پاکستانیانو جذبه او پېژندګلو ده ۔ په سماجي رابطه وېب پاڼه ايكس خپل يو بيان كښې ده ووئېل د تېرو څو ورځو نه يو د تاؤ غوندې کیفیت ؤ او حکومت ته څو مهمې پرېكړې كول ورپغاړه شوې وو خو د پاکستان سپر لیګ میچونه …

اسلام آباد۔27اپریل (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي کرکټ يوازې يوه لوبه نه ده بلکې دا د پاکستانیانو جذبه او پېژندګلو ده ۔ په سماجي رابطه وېب پاڼه ايكس خپل يو بيان كښې ده ووئېل د تېرو څو ورځو نه يو د تاؤ غوندې کیفیت ؤ او حکومت ته څو مهمې پرېكړې كول ورپغاړه شوې وو خو د پاکستان سپر لیګ میچونه د كتونكو نه غېر داسې محسوسېږي لكه د خوشبو نه بغیر ګل وي۔ ده ووئېل د كتونكو جذباتي تړون ته په كتلو پاتي مېچونو كښې د خپلې جوش او ولولې سره ګدون ممکن كړې۔ لوبغالي ډك كړې، کراچۍ ، لاهور وي یا پنډۍ مېداننونو ته د كتونكو په راتګ به د کرکټ رنګ بيا تازه شي او د پي ایس ایل اصل رنګ به بيا رامخې ته شي ۔