لاهور 25 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان سپر لیګ 11م كښې (نن) د خالي په ورځ قذافي سټېډيم لاهور كښې دوه مهم میچونه كېږي، چې پكښې د كركټ شائقېن ته به په زړه پورې سيالۍ د كتلو موقع تر لاسه شي ۔ په وړومبي میچ كښې به کوئټه ګلیډي ایټرز او د کراچی کنګز يو بل ته مخا مخ كېږي ٬ دغسې په دوېم مېچ كښې به د لاهور …
د پاکستان سپر لیګ ،قذافي سټیډیم لاهور كښې نن دوه مهم میچز كېږي

مزید خبریں
لاهور 25 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان سپر لیګ 11م كښې (نن) د خالي په ورځ قذافي سټېډيم لاهور كښې دوه مهم میچونه كېږي، چې پكښې د كركټ شائقېن ته به په زړه پورې سيالۍ د كتلو موقع تر لاسه شي ۔ په وړومبي میچ كښې به کوئټه ګلیډي ایټرز او د کراچی کنګز يو بل ته مخا مخ كېږي ٬ دغسې په دوېم مېچ كښې به د لاهور قلندرز مقابله د پشاور زلمي سره وي ۔ د خالي په ورځ د ایچ بي ایل پي ایس ایل كښې د خاص اهمیت وړ ده ځكه جې دا په ماشومانو كښې د کینسر خبرتيا د نړيوالې ورځ “ګولډن ربن ډے” په توګه نمانځلې كېږي ۔ په دې موقع به ټول لوبغاړي او آفیشلز ګولډن ټوپۍ په سر میدان ته راوځي او د پشاور زلمي ډله به په خاص ګولډن کټ كښې رامخې ته كېږي ۔د لیګ انتظامیه د اړخه کینسر ته ماتې وركولو لپاره ماشومان د میچز كتلو لپاره رابللې شوي دي ٬ دغسې جې د دوي ډاډ ګېرنه وكړې شي او د دوي د حوصلې ستائنه اوشي ۔ د كركټ مئينو او میډیا ته اپیل شوے چې هغوي نن شپه اته بجې په سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس #GoGold ہیش ټیګ كارولو سره د کم عمرۍ کینسر په اړه خپل پیغامات شیئر کړي۔ سي اي او پی ایس ایل سلمان نصیر ووئېل نن مونږ د کینسر سره د جنګ كوونكو كم عمره مېړنو بچو سره ولاړ يوو ۔ده ووئېل پاکستان سپر لیګ يوازې تر لوبې محدود نه دے بلکہې دا يو داسې پلیټ فارم جوړ شوے كوم چې په مثبت او معنې لرونكې بدلون راوستو كښې مهم کردار ادا کوي۔








