د بنګله دېش او نيوزي لينډ ترمينځه د ون ډے سيريز پیل به د اپريل 17مې نيټې څخه كيږي

ډهاكه 15اپرېل(اے پی پی)د بنګله ديش او نيوزي لنډ كركټ ډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو نړيوالو ميچونو سيريز كښې وړومبے ميچ به د اپريل په 17مه نيټه كيږي۔دا ميچ به شيربنګله نېشنل سټيډيم ډهاكه كښې كيږي۔نيوزي لينډ ډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده چرته چې هغه د كوربه ډلې په ضد درې ون ډے او درې ټي 20 ميچونو سيريز كوي۔ون ډے سيريز كښې به د …

ډهاكه 15اپرېل(اے پی پی)د بنګله ديش او نيوزي لنډ كركټ ډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو نړيوالو ميچونو سيريز كښې وړومبے ميچ به د اپريل په 17مه نيټه كيږي۔دا ميچ به شيربنګله نېشنل سټيډيم ډهاكه كښې كيږي۔نيوزي لينډ ډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده چرته چې هغه د كوربه ډلې په ضد درې ون ډے او درې ټي 20 ميچونو سيريز كوي۔ون ډے سيريز كښې به د نيوزي لينډ دلې مشري ټام ليتهم كوي او د كوربه بنګله ديش به مهدي حسن مرزا كوي۔د دواړو ډلو ترمينځه دوهم ون ډے ميچ به د اپريل په 20مه نيټه هم په دې مقام شير بنګله نېشنل سټيډيم ډهاكه كښې كيږي او دريم او آخري ون ډے ميچ به د اپريل په 23مه نيټه چټوګرام كښې كيږي۔ د درېو ټي 20 سييز وړومبے ميچ به د اپريل په 27مه نيټه دوهم ميچ به 29 اپريل او دريم او آخري ټي 20 ميچ به د مئي په 2مه نيټه كيږي۔