د انګلينډ بيټر جیمز ونس پی ایس ایل لپاره لوبډله كښې شامل شو: پيښور زلمے

لاهور۔13اپرېل(اے پی پی)پېښور زلمی اعلان كړے دے چې د انګلينډ بيټر جیمز ونس پی اېس اېل لپاره لوبډله كښې شامل شوے دے او اوس په باقاعده توګه د سكواډ برخه دے۔ د لوبډلې وياند له مخې هغه به نن مېچ څخه وړاندې سلېكشن لپاره موجود وي۔ د پلېئرز آکشن په مهال جېمز ونس پېښور زلمي لوبډله كښې شامل كړے شوے و خو د ټورنامنټ په پېل كښې د هغه د …

لاهور۔13اپرېل(اے پی پی)پېښور زلمی اعلان كړے دے چې د انګلينډ بيټر جیمز ونس پی اېس اېل لپاره لوبډله كښې شامل شوے دے او اوس په باقاعده توګه د سكواډ برخه دے۔ د لوبډلې وياند له مخې هغه به نن مېچ څخه وړاندې سلېكشن لپاره موجود وي۔ د پلېئرز آکشن په مهال جېمز ونس پېښور زلمي لوبډله كښې شامل كړے شوے و خو د ټورنامنټ په پېل كښې د هغه د نشتون له امله د بنګله دېش تنزید حسن د متبادل په توګه د ډلې برخه جوړ كړے شوے و۔ اوس تنزيد حسن بېرته تلے دے او جېمز ونس لوبډله كښې شامل كړے شوے دے چې ورسره د بېټنګ لائن لا مضبوطېدو امكان دے