ابتداٗئی خبر اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د كمي اعلان وكړو چې له مخې ئې د ډيزل بيعه 135 روپۍ او د پټرول 12 روپۍ د ليټر په سر كمه كړې شوه ٬ د پاکستان د هلو ځلو په نتيجه كښې په خليج كښې تاٶ تريخوالے كښې كمے راغلو ٬ اوس د جنګ په ځاے د امن …
د پټرول بيعه 12 او ډيزل 135 روپۍ د ليټر په سر د كمولو اعلان٬ د پاکستان د هلو ځلو په نتيجه كښې په خليج كښې تاٶ تريخوالے كښې كمے راغلو ٬ اوس د جنګ په ځاے د امن خبرې روانې دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف قام ته وېنا

مزید خبریں
ابتداٗئی خبر
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د كمي اعلان وكړو چې له مخې ئې د ډيزل بيعه 135 روپۍ او د پټرول 12 روپۍ د ليټر په سر كمه كړې شوه ٬ د پاکستان د هلو ځلو په نتيجه كښې په خليج كښې تاٶ تريخوالے كښې كمے راغلو ٬ اوس د جنګ په ځاے د امن خبرې روانې دي۔ د خالي په شپه قام ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د غنمو د لو سيزن پېل كېدونكے دے او په دې مهال تهريشز لپاره د ډيزل استعمال زيات وي ٬ دې لپاره حكومت اولس ته ريليف وركولو لپاره دا پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل حکومت پخپلو وسائلو كښې بچت كولو سره د ډيزل په بيعه كښې كمے ممكن كړو ٬ ده ووئېل په نړيوال ماركيټ كښې هم د تېلو په بيعه كښې كمے ليدلے شوے ۔ وزيراعظم ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو د بېعې د كمېګټه اولس ته رسول زمونږ ذمه واري ده۔ ده زياته كړه چې خرڅونو كښې د شوي كمي له امله تر لاسه شوې 129 اربه روپۍ به بيعه كښې د كېدونكي كمي لپاره استعمالولې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل نن په يوه تاريخ ساز موقع تاسو ته مخاطب يم٬ د خپلې وېنا په مهال وزيراعظم شهباز شريف د منطقې د صورتحال ذكر كولو سره ووئيل د پاکستان د هلو ځلو په نتيجه كښې په خليج كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمے راغلے ٬ اوس د جنګ په ځاے د امن خبرې روانې دي۔ وزيراعظم ووئيل اړوندېډلې د خبرو اترو د لارې مسئلې حل كولو ته صلاح شوې دي۔ شهباز شريف ووئيل د پاكستان په غږ د امريكې او ايران قيادت په جنګ بندۍ راضي شوي٬ پاكستانډلې په جنګ بندۍ راضي كړي او اوس د دواړو هېوادونو مشران د پاكستان په بلنه اسلام آباد ته راروان دي۔ وزيراعظم ووئېل د دواړو هېوادونو مشران به د اپرېل په 11مه نيټه اسلام آباد كښې موجود وي۔ وزيراعظم ووئيل د ايران او امريكې د مشرانو مننه كوم چې دواړو زما تجويز قبول كړو۔ وزيراعظم ووئيل زه خارجه وزير اسحاق ډار او د ھغه ډلې له مباركي وركوم٬ په خاص توګه فيلډ مارشل جنرل عاصم منير له هم مباركي وركوم۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د امن خبرو د كوربتوب شرف يوازې د پاكستان نه ٬د اسلامي نړۍ لپاره د وياړ لمحه ده۔








