وزیراعظم شهباز شریف د فرانس پشمول د دوست هېوادونو او شراکت دارو سره په ګډه امن لپاره كار روانه ساتلو له د عزم څرګندونه

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د فرانس پشمول د دوست هېوادونو او شراکت دارو سره په ګډه امن لپاره كار روانه ساتلو له د عزم څرګندوني سره د فرانس صدر د اړخه د نيكو هيلو په څرګندونه د هغه مننه وكړه۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف په ’’ایکس‘‘ خپل پیغام كښې ووئيل د صدر ایمانوئل میکرون د اړخه ښه او معنیٰ لرونكې …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د فرانس پشمول د دوست هېوادونو او شراکت دارو سره په ګډه امن لپاره كار روانه ساتلو له د عزم څرګندوني سره د فرانس صدر د اړخه د نيكو هيلو په څرګندونه د هغه مننه وكړه۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف په ’’ایکس‘‘ خپل پیغام كښې ووئيل د صدر ایمانوئل میکرون د اړخه ښه او معنیٰ لرونكې ټیلیفون کال راغلے، صدر میکرون د ایران او امریکې ترمينځه جنګ بندی کولو كښې د پاکستان مخلصانه هڅي او دواړه ډلي خبرو اترو ته په كېښنولو د پاکستان په کردار مبارکي راكړه۔وزیر اعظم ووئيل زه د هغه د ميني ډك الفاظ او اسلام آباد كښې د راروانو خبرو اترو کامیابۍ لپاره نيكي هيلي ستائم۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان به د خپلو شراکت دارو او دوست هېوادونو پشمول فرانس سره په ګډه کار روان ساتي دغسې چې دا موقعې په يو كوټلي او اوږدې مودې امن بدلې شي۔وزیراعظم ووئيل د فرانس صدر په لبنان كښې په روان جارحیت هم د تشوېش څرګندونه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړې چې تشدد او بے ګناہ ځاني زيان دې په سمدستي توګه بند كړے شي دغسې چې سيمه كښې امن بحال شي۔