اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د بحرين فرمانروا شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه د ايران او امريکې ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره د پاکستان په کاميابو هلو ځلو وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي دې پېشرفت په منطقه كښې تر دېرې مودې د امن امكانات روښانه كړل۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بحرين فرمانروا …
د وزيراعظم شهباز شريف او د بحرين فرمانروا شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه ترمېنځه ټېلي فوني خبرې٬ جنګ بندۍ لپاره د پاكستان په كاميابو هلو ځلو وزيراعظم ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د بحرين فرمانروا شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه د ايران او امريکې ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره د پاکستان په کاميابو هلو ځلو وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي دې پېشرفت په منطقه كښې تر دېرې مودې د امن امكانات روښانه كړل۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بحرين فرمانروا شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه ترمېنځه د زيارت په ورځ ټېلي فوني خبرې وشوې ٬ په دې موقع شاه حمد بن عيسيٰ آل خليفه د ايران او امريکې ترمېنځه جنګ بندي كولو كښې د پاكستان په كاميابو هلو ځلو وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دې پېشرفت په منطقه كښې د اوږدې مودې د امن امكانات روښانه كړل ۔ وزيراعظم امن لپاره د پاکستان د هلو ځلو په ملاتړ كولو د بحرېن فرمانروا مننه وكړه او د تېرو شپږو اوونيو په مهال د بريدونو په تناظر كښې د بحرين د قيادت لخوا د مثالي تحمل يې ستائنه وكړه٬ ده د اوسني تاٶ تريخوالي په مهال د بحرين په قېمتي ځاني زيانونو د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه او ځپلو كورنيو سره ئې د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې بريدونو كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه٬ دغسې دواړو مشرانو په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو لپاره د مشتركه هلو ځلو روانو ساتلو ته اتفاق وكړو۔










