پاکستان ترهه ګرۍ كښې ككړ نه بلكه د ترهه ګرۍ بنیادی ښکار دے۔ د امریکې رپوار

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د امريكې يو راپور كښې وئيلي شوې دي پاکستان ترهه ګرۍ كښې ككړ نه بلكه د ترهه ګرۍ بنیادی ښکار دے۔د کشمیر میډیا سروس له مخې راپور كښې انکشاف شوے چې پاکستان كښې تير كال څلور زره څخه زيات وګړي د ترهه ګرۍ پېښو په نتيجه كښې ځپلې شوي كومه چې به تيرو 11 كلونو كښې تر ټولو زياته شميره ده۔ راپور كښې …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د امريكې يو راپور كښې وئيلي شوې دي پاکستان ترهه ګرۍ كښې ككړ نه بلكه د ترهه ګرۍ بنیادی ښکار دے۔د کشمیر میډیا سروس له مخې راپور كښې انکشاف شوے چې پاکستان كښې تير كال څلور زره څخه زيات وګړي د ترهه ګرۍ پېښو په نتيجه كښې ځپلې شوي كومه چې به تيرو 11 كلونو كښې تر ټولو زياته شميره ده۔ راپور كښې وئيلي شوې آئی اېس کے پی، او ټي ټي پي په شان تنظیمونو د څلورو نه تر شپږ زره ترهه ګر افغان خاوري څخه د پاکستان غیر مستحکمولو لپاره كار كوي۔ د امریکې ”کانګریشنل ریسرچ سروس“(سی آر اېس) راپور كښې د ترهه ګرۍ خطرو 5 قسمونه ياد كړي ٬ په نړيواله كچه ، په افغانستان اډانه،په هند او کشمیر اډانه،په ځائې توګه اډانه او فرقه وارانه ۔ راپور كښې بلوچستان لبریشن آرمی (بی ایل اے) د يو غير ملکی ترهه ګر تنظیم په توګه ياد کړے شوے او د پاکستان اقتصادی ډھانچې ته پېښې خطرې په ګوته شوي۔راپور كښې په پاكستان لګونكې د هند د ترهه ګرۍ تورونه چیلنج کولو سره وئيلي شوي پاکستان د خپلواكي خطر سره مخ كونوكو ډلو په ضد په ځو ډګرونو جنګيږي۔