اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) په نړيواله كچه د امريکې او ايران په جنګ بندۍ كښې په موثر او د نتيجې وړ په سفارتكارۍ د پاكستان بشپړه ډاډګيرنه روانه ده، د بېلو هېوادونو مهمو شخصيات لخوا په مثبت غبرګون كښې د پاکستان وزيراعظم او د فيلډ مارشل بشپړه ستائنه كېږي۔ تفصيلات له مخې چين د ايران امريكې جنګ بندۍ كښې د پاكستان د موثر كردار بشپړه ستائنه كړې، …
د امريکې او ايران په جنګ بندي كښې د پاكستان په كاميابه سفارتكارۍ د بېلا ېبلو هېوادونو لخوا د تشكر څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) په نړيواله كچه د امريکې او ايران په جنګ بندۍ كښې په موثر او د نتيجې وړ په سفارتكارۍ د پاكستان بشپړه ډاډګيرنه روانه ده، د بېلو هېوادونو مهمو شخصيات لخوا په مثبت غبرګون كښې د پاکستان وزيراعظم او د فيلډ مارشل بشپړه ستائنه كېږي۔ تفصيلات له مخې چين د ايران امريكې جنګ بندۍ كښې د پاكستان د موثر كردار بشپړه ستائنه كړې، داسټراليا وزيراعظم انتھوني البانيز په جنګ بندۍ كښې د پاکستان د احسن کردار مننه وكړه ٬ آسټرين چانسلر کرسچن اسټوکر هم د جنګ لاره په نيولو له د پاكستان مننه وكړه٬ د كاناډا وزيراعظم مارك کارني هم پاکستان د ثالث په توګه په كردار لوبولو مننه وكړه ٬ دغسې سعودي عرب امن و امان لپاره د وزيراعظم شهباز شريف اور فيلډ مارشل سيد عاصم منير د زيرك كردار ستائنه كړې۔ د المان چانسلر فريډريخ مرز هم جنګ بندۍ لپاره د ثالټ په حېث د پاكستان د ستړو مننه وكړه٬ د نيوزي لېنډ خارجه وزير ونسټن پيټرز ووئيل نيوزي لينډ د ايران او امريکې ترمېنځه د جنګ بندۍ سره سره د پاكستان د بشپړ كردار هم ستائنه وكړه، د اروپائي كونسل او اروپائي اېتلاف كمېشن صدور هم جنګ بندۍ لپاره د پاكستان د ثالثۍ د هلو ځلو ستائنه وكړه ،دغسې برتانيه، فرانس ، اټاليه ،المان، كاناډا، ډنمارک، نيدر لينډز، سپين او جاپان هم په مشتركه بيان كښې د پاكستان مننه كړې ده۔ د ماليزيا٬ قازقستان صدورو او د سويډن خارجه وزير هم د پاكستان د ښې سفارتكارۍ بشپړه ستائنه كړې، دغسې قطر،عمان، پرتګال او د رومانيه پشمول يو شمېر هېوادونو هم د پاكستان د امن هلې ځلې د ستائنې وړ ګرځولې دي٬ نړيوالو تجزيه کارو له مخې په سخته جنګي وضعه كښې د امن لاره جوړول د پاکستان د غوره سفارتکارۍ او د مؤثره ملټري ډپلوميسي واضحه ثبوت دے، د جنګ بندۍ نه پس د ذمه وار هېواد په توګه د پاکستان باور او په وقار كښې په نړيواله كچه په زړه پورې اضافه شوې ده، پاکستان نه يوازې په سيمه ايزه كچه بلكې په نړيواله كچه هم امان او امان له جدي او فعاله كردار لوبولے دے










