اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينئر لارښودي او امريکا كښې د پاکستان پخوانۍ سفيري سينيټر شيري رحمان د پاکستان سفارت کاري يوه تاريخي نړيواله كاميابي ګرځولو سره ووئيل دې کاميابۍ سره ټوله نړۍ د يو لوي بحران څخه بچ شوه ،د اوږدې مودې استحکام باوري كولو له پرله پسې خبرو اترو ته اړتيا ده۔خپله يوه مركه كښې سېنېټر شيري رحمان ووئيل د پاکستان قيادت …
د پاکستان قيادت په نړيواله توګه د زيات شوې تاؤ ترېښوالي كمولو كښې مهم کردار ترسره كولو سره ټوله نړۍ كښې يو مقام ترلاسه كړو ۔شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينئر لارښودي او امريکا كښې د پاکستان پخوانۍ سفيري سينيټر شيري رحمان د پاکستان سفارت کاري يوه تاريخي نړيواله كاميابي ګرځولو سره ووئيل دې کاميابۍ سره ټوله نړۍ د يو لوي بحران څخه بچ شوه ،د اوږدې مودې استحکام باوري كولو له پرله پسې خبرو اترو ته اړتيا ده۔خپله يوه مركه كښې سېنېټر شيري رحمان ووئيل د پاکستان قيادت په نړيواله كچه د زيات شوې تاؤ ترېښوالي كمولو كښې مهم كردار ترسره كولو سره نړۍ كښې يو مقام ترلاسه كړو ،دې ووئيل دا مهال نړۍ يو لوي بحران سره مخ كيده ٬ پاكستان په زړه پوري سفارت كارۍ د لارې دې تاؤ ترېښوالي كښې كمے راوستلو سره نړۍ د لوئ بحران څخه وساتله كومه چې يوه لويه كاميابي ده۔سېنېتر شيري رحمان په دې خبره زور راوړو بايد خبري اتري د كوم خنډ نه غير رواني وساتلې شي او په بنيادي مسئلو لچک برقرار وساتلېے شي۔دې خبردارے وركړو چې په سوشل ميډيا سپائلرز يا سيز فائر كومي هم خلاف ورزۍ سره پيشرفت متاثره كيدے شي۔دې تاكيد وكړو چې پرله پسې سفارت کاري او تعميري مصروفيت د كوټلي امن يواځنۍ لاره ده۔د پاکستان نړيوال شناخت رامخې ته كولو سره دې ووئيل كله چې د نړۍ لويه برخه غير يقيني صورتحال سره مخ وه، نو د پاکستان قيادت خپلو وګړو له ريليف او استحکام وركړو ،داسې تاريخي لمحات كښې داخلي سياست بايد يو پلو كړے شي










