د سعودي ولي عهد سره د برتانيې وزيراعظم ملاقات،په بېلو چارو د خيالاتو څركندونه

رياض 09 اپرېل (اے پي پي) د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره په جده كښې د برتانيې وزيراعظم کيئر سټارمر ملاقات وکړو۔اېس پي اے له مخې ملاقات كښې د سعودي عرب او برتانيې ترمينځه د اړيكو جاج واخستلے شو او د سټريټجکي شراکت دارۍ په ټولو اړخونو او بېلو څانګو كښې د مرستي زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړو لارښودو اوسنيو كښې په سيمه …

رياض 09 اپرېل (اے پي پي) د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره په جده كښې د برتانيې وزيراعظم کيئر سټارمر ملاقات وکړو۔اېس پي اے له مخې ملاقات كښې د سعودي عرب او برتانيې ترمينځه د اړيكو جاج واخستلے شو او د سټريټجکي شراکت دارۍ په ټولو اړخونو او بېلو څانګو كښې د مرستي زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړو لارښودو اوسنيو كښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال، سلامتيا او اقتصادي اثرات نه ځانله د شريكې خوښې په چارو هم خبرې وكړي۔دغسې د سيمي سلامتيا او استحکام په ځاے ساتلو له د روانو هلو ځلو په مرسته زور راوړلے شو۔

مزید خبریں