مجموعي معاشي استحکام او بهترمالياتي نظم و ضبط، پاکستان د موجوده سختو حالاتو په ښه ډول مقابله وكړه٬ د سبسډي پروګرام وړومبے قسط به ډېر زر جاري كړے شي۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب قامي اسمبلۍ كښې څرګندونې

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د معيشت مجموعي استحکام او د بهتر مالياتي نظم و ضبط له امله پاکستان د موجوده سختو حالاتو په ښه ډول مقابله وكړه، په هدف اډانه د سبسډي پروګرام وړومبے قسط به ډېر زر جاري كړے شي، حکومت د ډھانچه جاتي اصلاحات په پروګرام عمل كوي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د …

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د معيشت مجموعي استحکام او د بهتر مالياتي نظم و ضبط له امله پاکستان د موجوده سختو حالاتو په ښه ډول مقابله وكړه، په هدف اډانه د سبسډي پروګرام وړومبے قسط به ډېر زر جاري كړے شي، حکومت د ډھانچه جاتي اصلاحات په پروګرام عمل كوي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې د زياتوالي او په اوسني سيمه ايز بحران بحث راغونډولو كښې وفاقي وزير ووئيل د بحث په مهال ګټور تجويزونه وركړے شول ٬ مونږ د بهترۍ هيله لرو٬ خو دې سره سره د ستونزمندې وضعې لپاره منصوبه بندي هم كوٶ۔ ده ووئيل د مارچ نه تر اوسه چې څه وشول ھغې ته د حقائقو په نظر كتل ضروري دي، د 14م مارچ نه تر 4م اپرېل د پټروليم مصنوعات بيعه ايساره كړې شوه او په دې مهال د 129 اربه روپو سبسډي وركړې شوه ، دا ټوله سبسډي د کفايت شعارۍ او د نورو اقداماتو د لارې وركړې شوې۔ د خزانې وزارت په دې كار كړے او وزيراعظم د کفايت شعارۍ اقداماتو په حواله د تھرډ پارټي آډټ امر هم كړے دے۔ ده ووئيل د پټروليم مصنوعات په بيعو سبسډي وركولو لپاره پي ايس ډي پي كښې 100 اربه روپۍ كمے وكړے شو هر څو چې مونږ بحران څخه تېرېږو ٬ دې لپاره د پبلك سيکټر سرکاري ملکيتي ادارو څخه ډيوډنډ ٬ ګتې او نورو ذريعو څخه رقم ترلاسه كړې شوې او دغسې د 129 اربه روپو سبسډتي وركړې شوې۔ ده ووئيل د محدود وسائلو سره مونږ تر دې رارسېدلې يو٬ اوس په هدف اډانه سبسډي عملدرآمد روان دے، د موټر سائيکل مالكانو٬ پبلک ټرانسپورټ او په ډيزل چلېدونكې مال بردار ګاډو ته سبسډي به وركولې كېږي۔ ده ووئيل د زراعت په څانګه كښې د كوچنو كروندګرو او زميدارو خاص خيال ساتلے شوے ، صوبې كوټلې ډيټا لري٬ پنجاب كښې اته لكه (كسان) كارډز او په سندھ كښې هاري کارډ شته ، سټيټ بينک او د بېنكونو مشرانو سره زما تفصيلي خبرې شوي او ډېر زر به حقدارو ته د سبسډي وړومبے قسط ترلاسه شي٬ د خزانې وزير ووئيل حکومت د صورتحال تفصيلي جاج اخلي٬ د پټروليم د بيعې نګرانۍ لپاره جوړه كړې كميټي په باريك بينۍ سره كار كوي٬ مونږ د بېلو هېوادونو د صورتحال جاج اخلو٬ په يو شمېر هېوادونو كښې تر راشن بندونه پېل شوې٬ په يو اے اي كښې د پټرول په بيعه كښې 30 فيصده او د ډيزل په بيعه كښې 70 فيصده اضافه شوې ده ٬ دغسې په هند ، سري لنکا او د سوئيلي ختيزې اسيا هېوادونو كښې هم د پټروليم مصنوعات بيعې زياتې شوي دي، ده ووئېل لاس په دعا يو چې په منطقه كښې امن راشي او حالات د معمول له مخې شي ٬ د حالاتو بهترۍ لپاره پاکستان مؤثر کردار لوبوي۔ په دې موقع د خزانې وزير ووئيل د کوويډ او اوسنو تجربو څخه زده كړه كولو سره پاكستان د ستراتېژك پانګو په جوړولو كار پېل كړے دے، په دې لړ كښې مونږ نورو هېوادونو څخه هم ډېره زره زده كړه كوٶ او د توان په څانګه كښې هم په جامع اصلاحات عملدرامد روان دے، ده ووئېل دا مهال سولر توان څخه 8,000 ميګاواټ بجلي پېدا كېږي٬ وزيراعظم د ماحول دوسته توان ودې لپاره يوه كمېټۍ هم جوړه كړې ده