اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي حكومت په هره كچه په خرڅونو كښې كمي لپاره كوټلې اقدامات كوي٬اولس ته هم خواست دے چې هغه د توان او پېټروليم مصنوعات په بچت كښې خپل بشپړ كردار ادا كړي٬ د موجوده معاشي چېلنجونو مخ نيوي لپاره قامي يو والے او د ژوند په طرز كښې بدلون د وخت مهم ضرورت …
د موجوده معاشي چېلنجونو مخ نيوي لپاره قامي يو والے او د ژوند په طرز كښې بدلون د وخت مهم ضرورت دے۔احسن اقبال
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي حكومت په هره كچه په خرڅونو كښې كمي لپاره كوټلې اقدامات كوي٬اولس ته هم خواست دے چې هغه د توان او پېټروليم مصنوعات په بچت كښې خپل بشپړ كردار ادا كړي٬ د موجوده معاشي چېلنجونو مخ نيوي لپاره قامي يو والے او د ژوند په طرز كښې بدلون د وخت مهم ضرورت دے۔د ګل په ورځ د پارليمان په خوا كښې ميډيا سره خبرې كښې ده ووئيل حكومت په خپله كچه د كفايت شعارۍ كمپائن پېل كړے ٬چې له مخې يې د وزيرانو په تنخاګانو كښې كمے او سركاري ګاډي ګراؤنډ كولو پشان اقدامات شوې دي۔احسن اقبال ووئيل د پېټرول او ډيزل يو يو څاڅكې د قيمتي زرمبادله په خرڅ كولو درآمد كيږي٬ځكه اولس له پكار دي چې د غېر ضروري استعمال څخه ډډه وكړي










