اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)د سپريم كورټ آف پاكستان چيف جسټس يحيٰی آفريدي وئېلي دي د پاكستان او تركيې عدليې ترمينځه اداره جاتي روابط قوي كول د انصاف په نظام كښې ښه والې٬سپيځلتيا او اولسي رسنې باوري كولو لپاره مهم دي۔دا خبره ده د ګل په ورځ په سپريم كورټ آف پاكستان كښې د تركيې آئيني عدالت يو اعلٰی كچ پلاوي كوربتوب په موقع كړې۔د پلاوي مشري د …
د پاكستان او تركيه عدليه ترمينځه اداره جاتي روابط قوي كول د انصاف نظام كښې ښه والې او سپيځلتيا لپاره ډېر مهم دے۔چيف جسټس يحيٰی آفريدي
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)د سپريم كورټ آف پاكستان چيف جسټس يحيٰی آفريدي وئېلي دي د پاكستان او تركيې عدليې ترمينځه اداره جاتي روابط قوي كول د انصاف په نظام كښې ښه والې٬سپيځلتيا او اولسي رسنې باوري كولو لپاره مهم دي۔دا خبره ده د ګل په ورځ په سپريم كورټ آف پاكستان كښې د تركيې آئيني عدالت يو اعلٰی كچ پلاوي كوربتوب په موقع كړې۔د پلاوي مشري د تركيې آئيني عدالت صدر قادر اوز كايا كوله كوم چې په سركاري توګه د پاكستان په دوره دے۔د دورې مهمه او كليدي خبره د دواړو هېوادونو اعلٰی كچ عدليې ترمينځه د عدالتي مرستې ودې لپاره د مفاهمتي يادښتونو(ايم او يو)لاس ليك ؤ ۔په دې موقع په لوظ نامه چيف جسټس يحيٰی آفريدي او صدر قادر اوزكايا په سپريم كورټ كښې د دستورې په مهال لاس ليك وكړو ۔په دستوره كښې د وفاقي آئيني عدالت ججز٬ د څلورو واړو هائي كورټس پشمول د آزاد و جمو كشمير او ګلګت بلتستان چيف جسټس صاحبان٬د قانون وفاقي وزير٬اټارني جنرل پاكسان٬اعلٰی سركاري چارواكو ٬د ضلعې عدليه افسرانو او د وكيلانو ورورولۍ استازو ګډون وكړو ۔چيف جسټس د پلاوي هركلي كولو سره ووئېل د دې نوعيت روابط عدالتي كاركردګۍ كښې ښه والې او اداره جاتي مرستې وركولو كښې مهم كردار ادا كوي۔په دې موقع صدر قادر اوزكايا په مېلمستيا مننې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه پرله پسې د عدالتي مكالمې او د تجربات د تبادلې په اهميت زور راوړو ۔مفاهمتي يادښت كښې عدالتي مرستې لپاره يو جامع فريم ورك وركړے شو چې له مخې به يې د ججز تبادلې٬ د كار استعداد كښې اضافه٬پيشه واره تربيه او عدالتي طريقه كار او انتظامي چارو كښې ښه طريقې خپلولو پشان اقدامات شامل دي۔په خاص توګه د ضلعې عدليې پيشه واره تربيي لپاره شريك پروګرامز٬تعليمي ادارې او مختلف قانوني نظامونو او تجربو څخه په استفاده زور راوړلے شو ۔په لوظ نامه كښې عدالتي نظام كښې جديد ټيكنالوجي كارول٬ډيجيټلائزېشن او اي كورټس جوړولو د لارې د سپيځلتيا او كاركردګۍ زياتولو شقونه هم شامل دي۔۔د دستورې په اختتام د پاك-تركيه ملګرتيا علامت په توګه پلاوي د سپريم كورټ په احاطه كښې يو بوټے هم نال كړو كوم چې د دواړو هېوادونو د قوي ورورولۍ اړيكو او د پائيدارۍ عزم عكاسي كوي۔دا پېشرفت د دواړو هېوادونو ترمينځه د عدالتي مرسته لا مستحكمولو او د قانوني حكمرانۍ او اداره جاتي اصلاحات ودې پلو يو مهم ګام ګرځولے كيږي










