د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي سره د ایف ډبلیو چیف ټیکنیکل او چیف آپریټنګ آفیسرز ملاقات

اسلام آباد۔06 اپریل(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي سره د فرنټیئر ورکس (ایف ډبلیو) چیف ټیکنیکل آفیسر او چیف آپریټنګ آفیسر ملاقات كړے چې پكښې پاکستان ریلوے كښې د ډیجیټلائزیشن په عمل او په روانو منصوبو تفصیلې بریفنګ وركړے شو ۔ غونډه كښې د ریلوے ایډوانس انفراسټرکچر نیټ ورک د فیز ون لاندې د روانو لويو ډیجیټل منصوبو جاج واغستلے شو ۔ د بریفنګ په مهال …

اسلام آباد۔06 اپریل(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي سره د فرنټیئر ورکس (ایف ډبلیو) چیف ټیکنیکل آفیسر او چیف آپریټنګ آفیسر ملاقات كړے چې پكښې پاکستان ریلوے كښې د ډیجیټلائزیشن په عمل او په روانو منصوبو تفصیلې بریفنګ وركړے شو ۔ غونډه كښې د ریلوے ایډوانس انفراسټرکچر نیټ ورک د فیز ون لاندې د روانو لويو ډیجیټل منصوبو جاج واغستلے شو ۔ د بریفنګ په مهال ووئېل شول پاکستان ریلوے كښې 700 ډیوائسز باندې مشتمل جدید لوکوموټیو ټریکنګ سسټم معارفي كولې شي ، د كومو د لارې به چې د ګاډو د تګ راتګ مکمل مانیټرنګ ممکن شي ۔ دغسې د 6000 ډیوائسز سره د رولنګ اسټاک ټریکنګ سسټم او د 14000 آر ټیګ ډیوائسز تنصیب څخه د ریلوے اثاثو نګراني به هم په جدید ډول باوري شي ۔غونده كښې د ریلوے هیډکوارټر او هر ډویژن كښې د جدید کنټرول رومز جوړولو ، مسافرو ته وړيا وائي فائي وركولو ، د اسمارټ سرویلنس سسټم نفاذ په (ابتدائي توګه کراچۍ ، لاهور او سکھر) او د ریئل ټائم فیول مانیټرنګ سسټم غوندې مهم اقدامات باندې هم تفصیلي بریفنګ وركړے شو ۔