د توان ماركيټ كښې استحكام ساتلو لپاره فعاله رابطه كارۍ ٬موثره نګراني او مستقل عملدرآمد ضرورې دے۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب د كابينې كمېټۍ غونډه كښې خبرې

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئېلي دي د توان ماركيټ استحكام په ځاے ساتلو لپاره فعاله رابطه كاري٬موثر نګراني او مستقل عملدرآمد ضرورې دے٬د ايندهن دكوم تعطل نه غېر شتون باوري كول٬سپيځلتيا ته وده وركول او د صارفين د ګټې تحفظ د حكومت بنيادي ترجيحات دي٬د ذمه واره رويې ډاډګيرنه هم ضروري ده۔ده دا خبره د ګل په ورځ د پېټروليم …

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئېلي دي د توان ماركيټ استحكام په ځاے ساتلو لپاره فعاله رابطه كاري٬موثر نګراني او مستقل عملدرآمد ضرورې دے٬د ايندهن دكوم تعطل نه غېر شتون باوري كول٬سپيځلتيا ته وده وركول او د صارفين د ګټې تحفظ د حكومت بنيادي ترجيحات دي٬د ذمه واره رويې ډاډګيرنه هم ضروري ده۔ده دا خبره د ګل په ورځ د پېټروليم مصنوعات بيعو څارنې لپاره د جوړې كړی كابينې كمېتۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړه ٬په غونډه كښې په بيعو كښې د اوسنې بدلون نه پس د پېټروليم مصنوعات وركولو صورتحال او د ماركيټ حالات جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د سپلائي تسلسل باوري كول٬ماركيټ كښې نظم و ضبط په ځاے ساتل او د سپلائي چين ټولو پراؤنو څارنې نظام لا قوي كولو ته پام لرنه وشوه ۔كمېټۍ په هېواد كښې د پیټروليم مصنوعات د پانګو په مجموعي صورتحال٬درآمدي پروژو او د ريفائنري آپرېشنز تفصيلي جاج واخست۔كمېټۍ ته ووئېل شول چې په مجموعي توګه د سپلائي صورتحال مستحكم دے٬د ډيزل پنګې نزدې 25 ورځو ضروريات پوره كولو لپاره پوره دې٬ د پيټرول شتون د موجوده طلب پوره كولو لپاره مناسب دے او د خام تيلو پنګې نزدې د 25 ورځو ضروريات تر سره كولې شي ٬د پیټرول شتون د موجوده طلب پوره كولو لپاره مناسب دے