پیښور۔ 06 اپریل (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د پخوانۍ فاټا څخه تعلق لرونكو طلبه ته میډیکل تعلیم كښې د پیښو مسائلو حل لپاره يو قرارداد وړاندې كړے شو كوم چې غونډې منظور کړو۔ د اسمبلۍ غړي عبدالاسلام آفریدي قرارداد وړاندې كولو سره ووئېل د فاټا انضمام نه پس ایم بي بي ایس او د بي ډي ایس چوكو تر لاسه كولو كښې د مسلسل انتظامي پالیسۍ او د …
خېبر پښتونخوا اسمبلي : د پخوانۍ فاټا طلبه په میډیکل داخلو كښې ستونزو سره مخ دي ، د چوكو سپېځلي وېش له قرارداد منظور كړے شو
پیښور۔ 06 اپریل (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د پخوانۍ فاټا څخه تعلق لرونكو طلبه ته میډیکل تعلیم كښې د پیښو مسائلو حل لپاره يو قرارداد وړاندې كړے شو كوم چې غونډې منظور کړو۔ د اسمبلۍ غړي عبدالاسلام آفریدي قرارداد وړاندې كولو سره ووئېل د فاټا انضمام نه پس ایم بي بي ایس او د بي ډي ایس چوكو تر لاسه كولو كښې د مسلسل انتظامي پالیسۍ او د کوآردینیشن مسائل رامخې ته كېږي ۔ ده په ګوته كړه چې د هائر ایجوکیشن کمیشن لاندې د مختص چوكو اشتهارات، د میرټ تعین او په وخت داخلو په اړه اړوندو ادارو د اړخه غفلت كېږي، د كوم د لاسه چې د طلبه قیمتي تعلیمي كال د ضائع كېدو اندېښنه ده ۔ عبدالاسلام آفریدي ووئېل د چوكو وېش او د کوټې تعین ذمه واري د صوبائي حکومت او ریګولیټري ادارو ده ، دې لپاره دا معامله په جدي توګه تر سره كول غواړي ۔قرارداد كښېې ووئېل شول صوبائي حکومت دې وفاقي حکومت ته رجوع وكړي دغسې چې هائر ایجوکیشن کمیشن، صوبائي او نورې ریګولیټري ادارې د پخوانۍ فاټا او د بلوچستان طلبه لپاره ایم بي بي ایس او بي ډي ایس چوكو كښې سپېځلتيا، منصفانه او په وخت وېش باوري كړي ، چې ورسره زده كوونكې د تعلیمي زيان نه اوساتلې شي ۔











