اسلام آباد۔6اپریل (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير سینیټرمحمد اورنګزیب وئېلي دي د پټرولیم مصنوعات د پانګو ،د بيعو او د توان اړوندو چارو هره ورځ جاج اغستلے كېږي ۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پټرولیم مصنوعات صورتحال په اړه بحث پېل كولو كښې د خزانې وزیر ووئېل د فرورۍ په آخر كښې چې كله سيمه ايز بحران پېل شو نو وزیراعظم …
د پټرولیم مصنوعات د پانګو ،بيعو او د توان نورو چارو هره ورځ جاج اغستلے كېږي ، د خزانې وزير محمد اورنګزیب
اسلام آباد۔6اپریل (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير سینیټرمحمد اورنګزیب وئېلي دي د پټرولیم مصنوعات د پانګو ،د بيعو او د توان اړوندو چارو هره ورځ جاج اغستلے كېږي ۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پټرولیم مصنوعات صورتحال په اړه بحث پېل كولو كښې د خزانې وزیر ووئېل د فرورۍ په آخر كښې چې كله سيمه ايز بحران پېل شو نو وزیراعظم د كوم تاخير نه غیر اقدامات وكړل ، وزیراعظم كابينې ته ووئېل د دې بحران په مهال د پیدا كېدونكې صورتحال مخ نيوے په فعاله او موثر ډول كول دي ، وزیراعظم د اونۍ په آخر كښې د پټرولیم مصنوعات نګرانۍ لپاره يوه کمیټي جوړه كړه چې پكښې د پټرولیم وزير ، د بحري چارو وزير ،د قومي غذائی تحفظ، وزیر او د سټیټ بینک ګورنر شامل وو ، د وړومبي مارچ نه د کمیټۍ غونډه هره ورځ كېږي۔ د خزانې وزير ووئېل د کابینه کمیټۍ په غونډه كښې د پټرولیم مصنوعات په اړه د ټولو چارو احاطه كېږي ،غونډه كښې د پټرولیم مصنوعات شتوالي،بيعو او دې سره سره په سيمه ايزو او د نړيوالو رحجانات جاج اغستلے كېږي ، وزیراعظم پخپله هم د دې نګراني كوي ،ده ووئېل د نائب وزیراعظم په مشرۍ كښې هم يوه کمیټي جوړه شوې كومه چې د صورتحال جاج اخلي











