په ریاستي پالیسیو، امن او د اولس په خبرتيا غور كولو لپاره پیښور كښې يو ورځنے کانفرنس سبا كېږي

پیښور ۔6اپریل (اے پي پي) د مذهبي چارو او د پاكستان پاورټي ايليوېشن فنډ (پي پي اے ايف ) تر سېوري لاندې د انټرنیشنل ریسرچ کونسل يو ورځنے کانفرنس سبا د (نهې ) په ورځ ګورنر هاؤس پښور كښې كېږي ۔ د کانفرنس خاص مېلمه به ګورنر فیصل کریم کنډي وي ۔ د کانفرنس اغراض و مقاصد بیانولو سره د انټرنیشنل ریسرچ کونسل صدر محمد اسرار مدني ووئېل د ریاست …

پیښور ۔6اپریل (اے پي پي) د مذهبي چارو او د پاكستان پاورټي ايليوېشن فنډ (پي پي اے ايف ) تر سېوري لاندې د انټرنیشنل ریسرچ کونسل يو ورځنے کانفرنس سبا د (نهې ) په ورځ ګورنر هاؤس پښور كښې كېږي ۔ د کانفرنس خاص مېلمه به ګورنر فیصل کریم کنډي وي ۔ د کانفرنس اغراض و مقاصد بیانولو سره د انټرنیشنل ریسرچ کونسل صدر محمد اسرار مدني ووئېل د ریاست او سماج تر مينځه مکالمه د دې دور تر ټولو مهم ضرورت دے ، په خاص توګه د جیو پولیټیکل حالاتو په تندۍ سره بدلون ، فیک نیوز او د ډنډورې نه بچ كېدلو ، په ریاستي پالیسیو پوهېدو او مستند ذرائعو باندې باور ، په نړيوله كچه د پاکستان موقف ، ثالثۍ ، سفارتکارۍ او د شخړو هواري له د ګردې نړۍ ستائنې او تائيد باوجود اولسي خبرتيا د وخت ضرورت دے۔ ده ووئېل هغه كوم وجوهات دي د كومو په وجه چې د ریاست او اولس تعلق کمزور ے كېږي او داسې كوم اقدامات وكړے شي چې د ریاست او سماج باور، امن او هم غږۍ ته وده وركړې شي ۔ ده ووئېل د امن، هم غږۍ او مضبوط ریاستي او اولسي تعلق نه غیر د منطقې ترقي ممکن نه ده٬ ځكه په دې بابله سبانے كنفرنس رابللے شوے دے۔

مزید خبریں