اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد په مشرۍ كښې د ګل په ورځ په بي آئي اېس پي هيډكوارټرز كښې كرائسز ريزيلينټ سوشل پروټيكشن (CRISP) پروګرام د پېشرفت په لړ كښې د نړيوال بېنك پلاوي سره اختتامي غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سپېځلتيا او آپريشنل كاركردګي لا ښه كولو لپاره د نظر ثاني …
د سېنېټر روبينه خالد په مشرۍ كښې د كرائسز ريزيلينټ سوشل پروټيكشن پروګرام پېشرفت لپاره د جاج اغستو غونډه
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد په مشرۍ كښې د ګل په ورځ په بي آئي اېس پي هيډكوارټرز كښې كرائسز ريزيلينټ سوشل پروټيكشن (CRISP) پروګرام د پېشرفت په لړ كښې د نړيوال بېنك پلاوي سره اختتامي غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سپېځلتيا او آپريشنل كاركردګي لا ښه كولو لپاره د نظر ثاني شوې سروے د پوښتنو، سپاټ چيكس، پراكسي مينز ټيسټ او د ريسرټيفكيشن عمل په اهميت زور راوړو۔ دې ووئيل د ري سرټيفكيشن عمل تسلسل په ځاے ساتل ، د نګرانۍ نظام مضبوطول او د مستحقينو رائے شاملول ضروري دي دغسې چې سروے لا ښه كړې شي او تر حقيقي مستحقو كورنيو په وخت مرسته ورسولې شي۔ د ورلډ بينك پلاوي مشري امجد ظفر خان، سينئر سوشل پروټيكشن سپيشلسټ او ټاسك ټيم ليډر كوله ٬ دغسې په پلاوي كښې ګل نجم جامي، سوشل پروټيكشن كنسلټنټ او ساره نظامي شامل وو۔











