اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بنو نادرا آفس نه بهر د فتنه الخوارج ترهګرو د ډزو د پېښې غندنې كولو سره شهيد شوي پوليس اهلکار او سکيورټي ګارډ ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل سکيورټي ګارډ ګل شاه نور او کانسټيبل رفيع الله د فرض د ادائيګۍ …
د كورنيو چارو وفاقي وزير بنو كښې د نادرا دفتر نه بهر د ډزو پېښه وغندله٬ شهيد سکيورټي ګارډ او پوليس اهلکار ته پېرزوئنې
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بنو نادرا آفس نه بهر د فتنه الخوارج ترهګرو د ډزو د پېښې غندنې كولو سره شهيد شوي پوليس اهلکار او سکيورټي ګارډ ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل سکيورټي ګارډ ګل شاه نور او کانسټيبل رفيع الله د فرض د ادائيګۍ په مهال د شهادت مرتبه ترلاسه كړه ٬ د دواړو اهلكارو شهادت د فرض په لاره كښې د ځان قربانولو اعليٰ مثال دے۔ ده ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې د شهيدانو كورنيو سره برابر شريك يو۔











