د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ اوسنو بارانونو او سيلاب كښې په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندوني سره نوټس واخست

پېښور 04 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي صوبه كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څركندوني سره د زيانونو نوټس واخست۔ وزيراعلي سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمررازۍ څرګندوني سره په پېښو كښې په حق رسيدلو كسانو لوړو درجو …

پېښور 04 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي صوبه كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څركندوني سره د زيانونو نوټس واخست۔ وزيراعلي سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمررازۍ څرګندوني سره په پېښو كښې په حق رسيدلو كسانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ وزيراعليٰ ژوبل كسانو له سمدستي او مؤثره طبي مرستي وركولو سپارښتنه وكړه ۔ وزيراعليٰ اړوندو ادارو ته د زيانونو په سمدستي توګه اندازه لګولو او ځپليو په وخت مرستي كولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعلیٰ ووئيل صوبائي حکومت د ځپليو په غم كښې شريك دې،ځپلې كسان به يواځې نه شي پرېښودلې۔

مزید خبریں