د بي اے پي انضمام په اړه خبرونه هيڅ صداقت نه لري ،د بلوچستان عوامي پارټي وياند

کوئټه۔ 01 اپریل (اے پي پي ) د صوبائي داخله وزير او د بلوچستان عوامي پارټي مرکزي وياند میرضیا الله لانګو وئېلي دي د بي اے پيے انضمام په ړه خبرونه كوم صداقت نه لري ، دا خبر سراسر بے بنسټه دے ،بي اے پي د مسلم لیګ(ن) سره صوبه و مرکز كښې مهم اتحادي ګوند دے ٬ ګوند يو وجود لري كوم چې بس په دې بنیاد جوړ كړے …

کوئټه۔ 01 اپریل (اے پي پي ) د صوبائي داخله وزير او د بلوچستان عوامي پارټي مرکزي وياند میرضیا الله لانګو وئېلي دي د بي اے پيے انضمام په ړه خبرونه كوم صداقت نه لري ، دا خبر سراسر بے بنسټه دے ،بي اے پي د مسلم لیګ(ن) سره صوبه و مرکز كښې مهم اتحادي ګوند دے ٬ ګوند يو وجود لري كوم چې بس په دې بنیاد جوړ كړے شوے چې د بلوچستان مسائل واوري او حل کړي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ جاري بیان کښې وګره ۔ ده ووئېل بي اے پي يو منظم، فعاله او مضبوط سیاسي ګوند دے كوم چې خپل واضحه تشخص او وجود لري ، د بلوچستان عوامي پارتي د ختمولو او د ضم كولو په اړه په سوشل میدیا رامخې ته خبرونه صداقت نه لري ، په دې اړه كومه پرېكړه نه ده شوې او نه كو مشاورت شوے ۔ ده ووئېل زمونږ ګوند د مرکزي صدر میرخالد مګسي او پخواني چیئرمین سینیټ صادق سنجراني په مشرۍ كښې متحد دے۔

مزید خبریں