پېښور ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پروونشل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي په پورته ضلعو كښې د ګلېشيئر تالابونو د ماتېدو خطر په پام كښې نيولو سره د 5 حساسو ضلعو انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو هدايت كړے دے۔ د پي ډي اېم اے د وياند له مخې په چترال اپر، چترال کوز، دیر اپر، سوات او کوهستان اپر کښې د ګلیشیرونو د ویلې کیدو احتمال شتون …
د ګليشيئر تالابونو د ماتيدو انديښنه ٬ د پی ډی ایم اے انتظاميې ته د الرټ پاتې كيدو هدايت

مزید خبریں
پېښور ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پروونشل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي په پورته ضلعو كښې د ګلېشيئر تالابونو د ماتېدو خطر په پام كښې نيولو سره د 5 حساسو ضلعو انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو هدايت كړے دے۔ د پي ډي اېم اے د وياند له مخې په چترال اپر، چترال کوز، دیر اپر، سوات او کوهستان اپر کښې د ګلیشیرونو د ویلې کیدو احتمال شتون لري۔ د زياتو بارانو له امله د ګليشيئر تالابونو د ماتېدو ٬ فلېش فلډ او لېنډ سلائيډنګ په څير پېښې رامخې ته كېدې شي۔ د پي ډي اېم اے لخوا اړوندې ضلعي انتظامې ته د بېړني اقداماتو كولو او مخكښې نه د چمتو پاتې كېدو هدايات جاري كړې شوي دي۔ ضلعي انتظاميې ته د حساس حګلېشیائی ځايونو د پرله پسې نګرانۍ او فوري وارننګ سسټم فعاله كولو هدايت هم شوے دے۔ وياند وئيلي چې اولس دې ولو او دريابونو ته نزدې تللو څخه ډډه وكړي۔ د سړكونو د بندېدو يا د كومې پېښی رامخې ته كېدو په صورت كښې دې اېن اېچ اے ٬ اېف ډبليو او سي اېنډ ډبليو سره فوري رابطه وكړي۔ دغسې اولس په بیړني صورتحال كښې د پي ډي اېم اے په هېلپ لائن 1700 رابطه هم كولې شي








