د پي ايس ايل 11 په قذافي سټيډيم كښې شاندار پېل، د مريم نواز لوبغالي ته راتګ٬ د پي سي بي چيئرمېن لخوا تود هركلے وكړو

لاهور 26 مارچ (اے پي پي) لاهور كښې د پاکستان سپر ليګ-11 شاندار پېل په قذافي سټيډيم كښې وشو په دې موقع د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز په راتګ د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي د دوي تود هركلې وكړو٬ د دستورې په مهال وزير اعليٰ سره په پي ايس ايل-11 كښې د ګډون كوٶنكو ډلو مالكانو متعارف كړې شول او مريم نواز ډلو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه …

لاهور 26 مارچ (اے پي پي) لاهور كښې د پاکستان سپر ليګ-11 شاندار پېل په قذافي سټيډيم كښې وشو په دې موقع د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز په راتګ د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي د دوي تود هركلې وكړو٬ د دستورې په مهال وزير اعليٰ سره په پي ايس ايل-11 كښې د ګډون كوٶنكو ډلو مالكانو متعارف كړې شول او مريم نواز ډلو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه٬ سپر ليګ 11 په پرانستې مېچ كښې حيدرآباد کنګز او د لاهور قلندرز لوبغاړو هم وزير اعليٰ سره ملاقات وكړو او په دې موقع د پاكستان كركټ ليجنډ وسيم اکرم د پي ايس ايل-11 ټرافي ميدان ته راوړه او د مېچ نه وړاندې قامي سرود هم وغږولې شو چې ورسره د مينه والو جوش او جذبه لا زياته شوه۔ په دې موقع د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي د ليګ په پېل ټولو ډلو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعليٰ مريم نواز او د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي افتتاحي ميچ فزيكلي مشاهده كړو۔ په دې موقع سينئر صوبائي وزيره مريم اورنګزيب، صوبائي وزيران سلمان رفيق، فيصل ايوب کھوکھر، ايډوائزر علي ډار، چيف سيکرټري، د پي سي بي چيف آپريټنګ آفيسر سمير احمد، د پي ايس ايل چيف ايګزيکټو آفيسر سلمان نصير او نور چارواكي هم موجود وو