د كركټ مينه والو لپاره نوې اور ځانكړي نشریاتي اسانۍ معارفې كړې شو

لاهور۔25مارچ (اے پي پي)د پاکستان سپر لیګ په يوولسم ایدیشن كښې د کرکټ مينه لپاره جدید او ځانګړې نشریاتي تجربه رامخې ته كولو لپاره ګڼې نوې اسانۍ معارفي كړې كېږي ۔ د لیګ پېل به د 26 مارچ نه كېږي او دا ټورنامنټ به تر 3 مئي لاهور او کراچۍ كښې روان وي ۔ دا ځل په وړومبي ځل د اردو فیډ لپاره خاص کیمرې مختص کړې شوي او پري …

لاهور۔25مارچ (اے پي پي)د پاکستان سپر لیګ په يوولسم ایدیشن كښې د کرکټ مينه لپاره جدید او ځانګړې نشریاتي تجربه رامخې ته كولو لپاره ګڼې نوې اسانۍ معارفي كړې كېږي ۔ د لیګ پېل به د 26 مارچ نه كېږي او دا ټورنامنټ به تر 3 مئي لاهور او کراچۍ كښې روان وي ۔ دا ځل په وړومبي ځل د اردو فیډ لپاره خاص کیمرې مختص کړې شوي او پري میچ او پوسټ میچ اردو اسټوډیو شوز به هم وړاندې كولې شي ۔ د دې اقدام مقصد كتونكې پخلپه ژبه كښې د کرکټ سره پېوست ساتل دي ۔ په نشریات كښې ہاک آئي ټیکنالوجي لا ښه كړې شوې چې پكښې به د دي آر ایس جدید فیچرز شامل وي ۔ د آف دی بیټ ویژولائزیشن د لارې د بال فاصلې او د اوچتوالي ډیټا به په اسکرین ښودلې شي ، دغسې د بایو مکینکس د لارې د لوبغاړو حرکات و سکنات به په سائنسي انداز وړاندې كولې شي ۔ دغسې پلیئر ټریکنګ ټیکنالوجي هم اپ ګریډ کړې شوې چې پكښې ریئل ټائم فیلډ پلاټ او تھري ډي اسټیدیم اینیمیشن شامل دي ۔ د نشریات په مهال به آګمینټډ ریئلټي او ورچوئل ریئلټي ګرافکس به هم كارولې شي ٬ دغسې چې كتونكو ته يو جدید او زړه راښكونكې تجربه ورمخې ته كړې شي۔