لاهور۔20مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف د بنګله دېش وزيراعظم طارق رحمن سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د وزیراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دواړو لارښودو ترمينځه په زړه پورې خبرو كښې وزیراعظم شهباز شریف وزیر اعظم طارق رحمن او د بنګله دېش اولس ته د كوچني اختر مباركي وركړه۔ وزیراعظم شهباز شریف …
د وزيراعظم شهباز شريف د بنګله ديش وزيراعظم طارق رحمن سره ټيليفوني تماس ٬ د اختر مباركي

مزید خبریں
لاهور۔20مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف د بنګله دېش وزيراعظم طارق رحمن سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د وزیراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د دواړو لارښودو ترمينځه په زړه پورې خبرو كښې وزیراعظم شهباز شریف وزیر اعظم طارق رحمن او د بنګله دېش اولس ته د كوچني اختر مباركي وركړه۔ وزیراعظم شهباز شریف بنګله دېش سره په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه همكاري لا مضبوطولو له د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو په منځني ختيز كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه او شخړې ختمولو له يۍ د مذاكراتو او سفارتكارۍ په اقداماتو زور راوړو۔وزیر اعظم رحمن هم وزيراعظم او پاكستاني اولس له د اختر مباركي وركولو سره دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام شريك مقصد له سباؤن كښې په ګډه د كار كولو عزم پخلے وكړو۔










