نيوزي لينډ دريم ټي ټونټي ميچ كښې سوئيلي افريقا ته په 8 وكټونو ماتې وركړه

آکلېنډ۔20مارچ(اے پی پی) نيوزي لينډ په دريم ټي ټونټي انټرنيشنل ميچ كښې سوئيلي افريقا ته په 8 وكټونو ماتې وركولو سره د 5 ميچونو په سيريز كشې د 1-2 بريا ترلاسه كړې ده۔ په آکلېنډ كښې شوي مېچ كښې سوئيلي افريقا اول بېټنګ كولو سره په ټاكلې 20 اوورونو كښې د 9 وكټونو په زيان 136 رنز جوړ كړل۔ نقوبانی موکوئینا 26 او جارج لنډے 23 رنز سره غوره بېټران …

آکلېنډ۔20مارچ(اے پی پی) نيوزي لينډ په دريم ټي ټونټي انټرنيشنل ميچ كښې سوئيلي افريقا ته په 8 وكټونو ماتې وركولو سره د 5 ميچونو په سيريز كشې د 1-2 بريا ترلاسه كړې ده۔ په آکلېنډ كښې شوي مېچ كښې سوئيلي افريقا اول بېټنګ كولو سره په ټاكلې 20 اوورونو كښې د 9 وكټونو په زيان 136 رنز جوړ كړل۔ نقوبانی موکوئینا 26 او جارج لنډے 23 رنز سره غوره بېټران پاتې شول۔ د نیوزی لېنډ لخوا کائل جیمیسن ، مچل سینټنر او بین سیئرز دوه ، دوه و كټونه ترلاسه كړل۔ په ځواب كښې نیوزی لېنډ مطلوبه هدف په 16.2 اوورز كښې د 2 وکټونو په زيان ترلاسه كړو۔ ټام لیتھم غوره بېټنګ كولو سره 63 رنز او ډیون کونوے 39 رنز جوړ كړل۔