آئي ايس پي آر د يوم پاكستان 2026 نوې ملي سندره “میری مټی میری جان” ریلیز كړه

اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) آئی اېس پی آر د پاكستان ورځې خوشحالۍ په موقع د نوې ملي سندرې "مېری مټی میری جان" پرومو جاري كړې ده۔ دا ملي سندره په يو داسے وخت كښې رامخې ته شوې ده كله چې په هېواد كښې د اختر او پاكستان ورځې خوشحالۍ د قامي كاميابو په سېوري كښې لمانځلې شي۔ د آئی اېس پی آر له مخې "مېری مټی میری جان" يوازې …

اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) آئی اېس پی آر د پاكستان ورځې خوشحالۍ په موقع د نوې ملي سندرې “مېری مټی میری جان” پرومو جاري كړې ده۔ دا ملي سندره په يو داسے وخت كښې رامخې ته شوې ده كله چې په هېواد كښې د اختر او پاكستان ورځې خوشحالۍ د قامي كاميابو په سېوري كښې لمانځلې شي۔ د آئی اېس پی آر له مخې “مېری مټی میری جان” يوازې يوه سندره نه بلكې د پاكستاني قام د اجتماعي وياړ ٬ ريښتني پاكستانيت او د ګډو جذبو ښكلې عكاسي ده۔ دا سندره د آپرېشن بنیان مرصوص له كاميابۍ څخه وروستو د قام حوصلې لا لوړولو له تياره كړې شوې ده۔ دا به په راتلونكو ورځو كښې هم د قامي يووالي او ملكي وقار علامت په توګه غږولې شي۔

مزید خبریں