اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري د دعوت اسلامي تر اهتمام لاندې د شهيدانو په درناوي كښې راجوړه كړې شوې د روژه ماتي دعائيه دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزیر مملکت په دې موقع وسله والو ځواكونو او د پوليس شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دستوره كښې د ذكر ٬ بيان او اجتماعي دعا اهتمام وكړے شو۔ په دې موقع شهيدانو له …
د وزير مملكت طلال چوهدري د شهيدانو درناوي كښې راجوړه كړې شوې د روژه ماتي دعائيه دستوره كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري د دعوت اسلامي تر اهتمام لاندې د شهيدانو په درناوي كښې راجوړه كړې شوې د روژه ماتي دعائيه دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزیر مملکت په دې موقع وسله والو ځواكونو او د پوليس شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دستوره كښې د ذكر ٬ بيان او اجتماعي دعا اهتمام وكړے شو۔ په دې موقع شهيدانو له د لوړو درجو او د هېواد امن او سلامتيا له خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ په خپل خطاب كښې وزير مملكت طلال چوهدري ووئيل د شهيدانو قربانۍ قومي وياړ دے٬ د دې له كبله هېواد محفوظ دے۔ د پاكستان د امن دښمنان به ناكامه كيږي٬ قام يو موټے دے۔ طلال چوهدری ووئيل چې د بېلو مكاتب فكر ترمينځه هم آهنګۍ ته وده وركولو له د علماﺀ كرامو هڅې د ستائنې وړ دي۔










