اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې بار كونسلز د حكومت په ترجيحات كښې شامل دي او د دې پياوړتيا د انصاف موثر نظام په ځاې كېدو لپاره ضرورې ده٬ وفاقي حكومت په پرمختيائي پروژو كښې د بار كونسلز د بشپړه مرستې عزم لري۔ د وياند له مخې دا خبره ده د زيارت په ورځ د خېبرپښتونخوا بار …
د بار كونسلز پياوړتيا د انصاف مؤثر نظام لپاره ضرورې ده : د قانون وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې بار كونسلز د حكومت په ترجيحات كښې شامل دي او د دې پياوړتيا د انصاف موثر نظام په ځاې كېدو لپاره ضرورې ده٬ وفاقي حكومت په پرمختيائي پروژو كښې د بار كونسلز د بشپړه مرستې عزم لري۔ د وياند له مخې دا خبره ده د زيارت په ورځ د خېبرپښتونخوا بار كونسل پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د ملاقات په مهال د بار كونسل روانو او مجوزه پروژو لپاره د حكومتي مرستې په زياتولو ٬ وكيلانو ته د پېښو مسئلو په حل كولو او هغوي ته په زړه پورې آسانۍ رسولو سره په اړوندو چارو غور وشو۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د وكيلانو ورورلۍ كردار ستائېلو سره ووئيل چې د انصاف نظام كښې د بار كونسلز كردار مهم دے او حكومت به دا كردار لا موثر جوړولو لپاره خپل عملي اقدامات روان ساتي۔










