كوئټه 19 مارچ (اے پي پي) اقليتي چارو لپاره د بلوچستان عوامي پارټۍ مركزي جنرل سېكرټري راجه رميش لال مير ضياﺀ الله لانګو ته د بلوچستان داخله وزير په غوره كېدو مباركي وركړې۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل د مير ضياﺀالله لانګو دے مهم منصب له غوره كېدل د هغه د سياسي بصيرت٬اولسي خذمت او د اوږدې مودې هلو ځلو اعتراف دے۔ده ووئيل چې ميرضياﺀ الله لانګو يو صلاحيت …
راجه رميش لال مير ضيا الله لانګو ته د بلوچستان داخله وزير په حيث په غوره كيدو مباركي وركړه

مزید خبریں
كوئټه 19 مارچ (اے پي پي) اقليتي چارو لپاره د بلوچستان عوامي پارټۍ مركزي جنرل سېكرټري راجه رميش لال مير ضياﺀ الله لانګو ته د بلوچستان داخله وزير په غوره كېدو مباركي وركړې۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل د مير ضياﺀالله لانګو دے مهم منصب له غوره كېدل د هغه د سياسي بصيرت٬اولسي خذمت او د اوږدې مودې هلو ځلو اعتراف دے۔ده ووئيل چې ميرضياﺀ الله لانګو يو صلاحيت لرونكے او تجربه كار لارښود دے چا چې تل د اولس مسئلې حل كولو لپاره بشپړ كردار ترسره كړے دے۔ ده هيله څرګند كړه چې مير ضياﺀالله لانګو به خپل صلاحيتونه كارولو سره صوبه كښې امن په ځاې كولو ٬ د اولس مال او ځان خوندي كولو او ښې حكمرانۍ له خپل مهم رول ولوبوي۔










