اسلام آباد 18مارچ (اے پي پي) چائنا میډيا ګروپ او پاکستان نېشنل کونسل آف دی آرټس په شريكه" ’’چین۔پاکستان آرټ نندارتون ‘‘ ترسره شو،كوم چې د پاك۔چین ځانګړي ملګرتيا او دواړو هېوادونو ترمينځه په 75 كلنه سفارتی اړيكو په تناظر كښې و۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزیرِ مملکت وجیهه قمر خاص ميلمنه وه۔په خپله وينا كښې دي ووئيل د پاکستان او چین اړيكي يواځې اسټریتجكي یا تر سفارتی …
پاك -چین ځانګړي ملګرتيا په اړه شريك آرټ نندارتون وشو ٬ د تعليم وزیرِ مملکت ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد 18مارچ (اے پي پي) چائنا میډيا ګروپ او پاکستان نېشنل کونسل آف دی آرټس په شريكه” ’’چین۔پاکستان آرټ نندارتون ‘‘ ترسره شو،كوم چې د پاك۔چین ځانګړي ملګرتيا او دواړو هېوادونو ترمينځه په 75 كلنه سفارتی اړيكو په تناظر كښې و۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزیرِ مملکت وجیهه قمر خاص ميلمنه وه۔په خپله وينا كښې دي ووئيل د پاکستان او چین اړيكي يواځې اسټریتجكي یا تر سفارتی كچي محدود نه دي بلكه په اولسي كچه هم دواړه هېوادونه خپلو كښې ژوره كلتوري همغږي لري، د كومي څركندونه چې د دې نندارتون او د رنګونو او فن پارو د لارې كيږي۔دي ووئيل دا ډول كلتوري اقدامات نه يواځي د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا لا قوي كوي بلکه ځوانان هم د دې تاریخی تعلق د اهمیت څخه خبروي۔په دې موقع پاکستان كښې د چینی سفارت خانے كلتوري قونصلر چن پھنګ د اعزازي مليمه په حيث ګډون وكړو۔ ده په خپله وينا كښې ووئيل’’چین۔پاکستان آرټ نندارتون ‘‘د دواړو هېوادونو ترمينځه د 75 كلن سفارتی اړيكو د ځانګري ملګرتيا عكاسي كوي،كوم چې په شريك باور ، كلتوري همغږۍ او پرله پسې مرسته اډانه دي۔ده ووئيل فنونِ لطیفه د لارې دا نندارتون د قامونو شريك ثقافتی ورثے او تخلیقی څركندونه رامخې ته كولو سره سره شريك پيژندګلو او نزدې والي ته وده وركوي،كوم چې پاك۔چین ملګرتيا لا قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔










