اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي)د پټروليم مصنوعات بيعو نګرانۍ لپاره جوړي كمېټۍ ته ووئيل شول چې نړيواله منډۍ كښې د لاندي باندي باوجود هېواد كښې د تيلو وركول مستحکم دې او زيات مقدار كښې پانګي شته، ډيزل موجوده پانګي تقريباً 24 ورځو لپاره پوره دي،غونډي ته ووئيل شول چې قومي پانګ:ي لا زياتولو له د مارچ او اپريل لپاره اضافي درآمدي انتظامات هم كيږي۔د كمېټۍ غونډه د شورو …
نړيواله منډۍ كښې د لاندي باندي باوجود هېواد كښې د تيلو وركول مستحکم دې،د پيټروليم مصنوعات بيعو نګرانۍ لپاره جوړي كمېټۍ ته بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي)د پټروليم مصنوعات بيعو نګرانۍ لپاره جوړي كمېټۍ ته ووئيل شول چې نړيواله منډۍ كښې د لاندي باندي باوجود هېواد كښې د تيلو وركول مستحکم دې او زيات مقدار كښې پانګي شته، ډيزل موجوده پانګي تقريباً 24 ورځو لپاره پوره دي،غونډي ته ووئيل شول چې قومي پانګ:ي لا زياتولو له د مارچ او اپريل لپاره اضافي درآمدي انتظامات هم كيږي۔د كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزاني وفاقي وزير سنيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې سيمه كښې د تاؤ ترېښوالي ترمخه د توان څانګه كښې د پېش رفت جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې د د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملک، د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسن ، د سټيټ بانك ګورنر، اړوندو وزارتونو سکټريز او اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پيټروليم مصنوعات پانګو په اړه بريفنګ وركړې شو ٬ كمېټۍ ته ووئيل شول چې نړيواله منډۍ كښې د لاندي باندي باوجود هېواد كښې د تيلو وركول مستحکم دې او زيات مقدار كښې پانګي شته، ډيزل موجوده پانګي تقريباً 24 ورځو لپاره پوره دي۔بريفنګ كښې وئويل چې پټرول پانګي هم د ډاډ وړ دي۔د پټروليم ډويژن د اړڅه كمېټۍ ته ووئيل شول چې خام تيل يوه بيړۍ رارسيدلي او د هغې ان لوډنګ روان دے دغسې يوه بله بيړۍ به يو څو ساعته كښې کراچۍ بندر ځائې ته راروسيږي۔ نور کھيپونه هم په لاره كښې دي او مارچ او اپريل لپاره د اضافي درآمدي انتظامات هم كيږي










