په خيبر پښتونخوا كښې به د پاكستان ورځ 23 مارچ ريكارډ يو ملين بوټي نالولو سره لمانځلې شي

پېښور۔ 17 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت به د پاکستان ورځ 23 مارچ د يو ځانګړې او تاريخي شجركارۍ كمپائن له لارې ولمانځي چې له مخې به یې په ټوله صوبه کښې په یوه ورځ کښې د یو ملیون بوټو نالولو ریکارډ جوړ كړے شي۔ دا اقدام به نه یوازې د پاکستان د ورځې ملي اهمیت روښانه کړي بلکې د چاپیرالر ساتنې او د شين پاکستان خوب …

پېښور۔ 17 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت به د پاکستان ورځ 23 مارچ د يو ځانګړې او تاريخي شجركارۍ كمپائن له لارې ولمانځي چې له مخې به یې په ټوله صوبه کښې په یوه ورځ کښې د یو ملیون بوټو نالولو ریکارډ جوړ كړے شي۔ دا اقدام به نه یوازې د پاکستان د ورځې ملي اهمیت روښانه کړي بلکې د چاپیرالر ساتنې او د شين پاکستان خوب ريښتيا كولو له به یوه اغېزمنه هڅه هم ثابته شي۔ د موسمياتي بدلون ، چاپېرالچ او ځنګلي ژوند د څانګې ویاند لطیف الرحمن ملي خبري اژانس اے پي پي سره په خبرو کښې وویل چې د موسمياتي بدلون ، چاپېرالد او ځنګلي ژوند صوبائي څانګې سېكرټري جنېد خان په هدايت د وزيراعلی د شنې او سمسورې خېبر پښتونخوا خصوصي ويژن لاندې به د بوټو نالولو كمپائن په ګرده صوبه كښې په يو وخت پېل كړے شي۔ ده ووئيل په يوه ورځ كښې د لس لكه بوټو نالولو دا اقدام به د پاكستان په تاريخ كښې يوه ځانګړې كارنامه وي۔ د پاكستان ورځې تاريخي اهميت نظر كښې نيولو سره صوبائي حكومت دا ځل دا قومي ورځ په شين لوظ كښې د څرګندولو پرېكړه كړې ده دغسې چې د آزادۍ مېوې راتلونكو نسلونو لپاره خوندي او تلپاتې جوړې كړې شي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون دا مهال ګردې نړۍ لپاره يو چېلنج دے او پاكستان هم په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې ددې د لاسه زيات اغېزمن شوي دي۔ له دې كبله بوټي نالول زيات ضروري شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې تاريخي كمپائن له د صوبې ټولو ضلعو ته د ځنګلونو محكمې سركاري نرسريانو څخه د بوټو وركولو عمل پېل شوے دے۔ په 23 مارچ به 9 بجې په باضابطه توګه د شجركارۍ كمپائن پېل شي كوم به چې تر وروستي بوټو نالولو روان ساتلے شي۔ په دې كمپائن كښې به سرکاری ادارې ٬ تعليمي ادارې ٬ ضلعي انتظاميه ٬ موټروے پولیس، پاکستان رېلوے، مقامی کمیونټیز او د پاك پوځ په شمول د ټولنې ټولې طبقې ګډون كوي۔ كه هر يو وګړے خپله ذمه واري ګڼلو سره يو بوټے هم ولګوي او ددې حفاظت وكري نو دا يو بوټے به راتلونكي وخت كښې د يو شين ٬ سمور ٬ سوكاله او په ماحولياتي توګه د محفوظ پاكستان بنياد ثابت شي

مزید خبریں