د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سيد نهال احمد هاشمي له د سندھ ګورنر په غوره كيدو مبارکي وركړه

پېښور 14 مارچ (اے پي پي) د ګورنر خېبر پښتونخوا فيصل کريم کنډي سيد نهال احمد هاشمي له د سندھ ګورنر په غوره كيدو مبارکي وركړې ده۔ده د سندھ نوي ګورنر سره ټيلي فوني خبرو كښې د خپل او خېبر پښتونخوا اولس د اړخه مبارکي وركړه۔ده ووئيل نهال هاشمي يو تجربه لرونكې او پخوانې سياسي کارکن دې چا چې ټول عمر قومي سياست كښې فعاله كردار ترسره كړې۔ ګورنر فيصل …

پېښور 14 مارچ (اے پي پي) د ګورنر خېبر پښتونخوا فيصل کريم کنډي سيد نهال احمد هاشمي له د سندھ ګورنر په غوره كيدو مبارکي وركړې ده۔ده د سندھ نوي ګورنر سره ټيلي فوني خبرو كښې د خپل او خېبر پښتونخوا اولس د اړخه مبارکي وركړه۔ده ووئيل نهال هاشمي يو تجربه لرونكې او پخوانې سياسي کارکن دې چا چې ټول عمر قومي سياست كښې فعاله كردار ترسره كړې۔ ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل زه باور لرم چې نهال هاشمي به د سندھ ګورنر په حيث خپل آئيني او انتظامي فرائض په ښه ډول ترسره كړي او صوبه كښې جمهوري اقدار ودي ، وفاق او صوبو ترمينځه ښه رابطې او اولسي ښېګړے له به كردار ترسره كړي۔ده سيد نهال احمد هاشمي لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره ووئيل د هغه په قيادت كښې به سندھ كښې اداره جاتي همغږۍ او د پرمختګ عمل ته وده ترلاسه شي۔

مزید خبریں