پېښور ۔ 12 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزير اعلی سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د ابتدائي او ثانوي تعليم محكمې غونډه وشوه په كومه كښې چې د صوبې ماډل سکولونو او انسټیټیوټس د بحالۍ په اړه پرېكړې وكړې شوې۔ د هېنډ اوټ له مخې په غونډه كښې په صوبه كښې د ماډل سکولونو او ماډل انسټیټیوټس د ری وائیول پرېكړه وكړې شوه۔ دې مقصد لپاره د ابتدائي …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې د ابتدائي او ثانوي زده كړو محكمې غونډه ٬ د صوبے ماډل سکولونو او ادارو بحالۍ سره اړوندې مهمې پريكړې

مزید خبریں
پېښور ۔ 12 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزير اعلی سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د ابتدائي او ثانوي تعليم محكمې غونډه وشوه په كومه كښې چې د صوبې ماډل سکولونو او انسټیټیوټس د بحالۍ په اړه پرېكړې وكړې شوې۔ د هېنډ اوټ له مخې په غونډه كښې په صوبه كښې د ماډل سکولونو او ماډل انسټیټیوټس د ری وائیول پرېكړه وكړې شوه۔ دې مقصد لپاره د ابتدائي او ثانوي تعليم صوبائي وزير په مشرۍ كښې يو خصوصي وركنګ ګروپ جوړ كړے شوے دے كوم به چې دې ادارو ته د پېښو مسئلو تفصيلي جاج اخلي۔ په دې موقع وزیر اعلیٰ سهېل آفریدی ووئيل د ماډل انسټیټیوټس پخوانے مقام بحالولو سره به دا يو وارې بيا مثالي تعليمي ادارې جوړولې شي۔ ده زياته كړه چې د خېبر پښتونخوا حكومت د تعليمي ادارو معيار ښه كولو له عملي ګامونه پورته كولې شي او صوبائي حكومت به تعليمي ادارې مضبوطولو له ټولې وسائل په ترجيحي بنيادونو وړاندې كوي










