پاراچنار۔ 11 مارچ (اے پي پي) د كرم ضلعې د انجمن حسينيه سېکرټري حاجي ضامين حسېن په مشرۍ كښې يو پلاوي د كرم ډپټي كمشنر اشفاق خان سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع اېډيشنل ډپټي کمشنر (پلاننګ و فنانس) شوکت علي او د امنيتي ځواكونو افسران هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال سيمه كښې په روانه وضعه او امنيتي چارو خبرې وشوې۔ په دې …
پارا چنار ٬ په روانه حساسه وضعه كښې دې اولس د يووالي څرګندونه وكړي: ډپټي كمشنر

مزید خبریں
پاراچنار۔ 11 مارچ (اے پي پي) د كرم ضلعې د انجمن حسينيه سېکرټري حاجي ضامين حسېن په مشرۍ كښې يو پلاوي د كرم ډپټي كمشنر اشفاق خان سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع اېډيشنل ډپټي کمشنر (پلاننګ و فنانس) شوکت علي او د امنيتي ځواكونو افسران هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال سيمه كښې په روانه وضعه او امنيتي چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع په دې خبره زور راوړلې شو چې په روانه حساسه وضعه كښې اولس بايد د يووالي څرګندونه وكړه او بې بنسټه ډنډرو ته پام ونه ګرځوي۔ ده ووئيل ضلعي انتظاميه او امنيتي ادارې په هېواد كښې امن او استحكام په ځاې ساتلو له پرله پسې هڅې كوي او د كومې هم ناوړه پېښې مخنيوي له ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ پلاوي د ضلعي انتظامې هڅې ستائلو سره د بشپړه مرستې باور وركړو او په سيمه كښې امن په ځائې كولو له يۍ د هر ممكن كردار ترسره كولو عزم څرګندونه وكړه۔










