پي سي بي د پاکستان سپر ليګ يوولسم اېډيشن “ايچ بي ايل پي ايس ايل-11 شيډول اعلان كړو

لاهور 10 مارچ (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستان سپر ليګ يوولسم اېډيشن "ايچ بي ايل پي ايس ايل11 شيډول اعلان كړو چې له مخې به ئې جام د مارچ په 26مه نيټه پېل كېږي او تر د مئي د 3مې نيټې به دوام لري٬ په ايونټ كښې به په مجموعي توګه 44 ميچونه كېږي٬ په دې سيزن كښې به په وړومبي ځل اته لوبډلې …

لاهور 10 مارچ (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستان سپر ليګ يوولسم اېډيشن “ايچ بي ايل پي ايس ايل11 شيډول اعلان كړو چې له مخې به ئې جام د مارچ په 26مه نيټه پېل كېږي او تر د مئي د 3مې نيټې به دوام لري٬ په ايونټ كښې به په مجموعي توګه 44 ميچونه كېږي٬ په دې سيزن كښې به په وړومبي ځل اته لوبډلې برخه اخلي او دوه نوې فرنچائزز هم شامل كړې شوې دي٬ په نوې شامل كړې شوې لوبډلو كښې حېدرآباد کنګز مين او راولپنډي پنډيز شامل دي، د دوي شاملېدو سره جام د نور خوندور كېدو توقع ده٬ د پي اېس اېل-11 مېچونه به د هېواد په شپږ بېلو ښاريو كښې كېږي٬ د ټورنامنټ پرانستې مېچ به د لاهور په قذافي سټيډيم كښې كېږي٬ په دې اېډيشن كښې په وړومبي ځل فيصل آباد او پېښور ته هم د كوربتوب اعزاز وركړې شوے دے٬ د ليګ په هر پړاٶ كښې به هر ډله لس مېچونه كوي