د توان بحران او د پيټرولو بيعه كښې د اضافې اثراتو څخه اولس ساتل د حكومت بنيادي ذمه واري ده۔ وزيراعلي سهيل آپريدے

پېښور 09 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا و زيراعليٰ سهيل آفريدي ووئيل د توان بحران او د پيټروليم بيعو كښې د زياتولي اثراتو څخه اولس ساتل د حكومت بنيادي ذمه واري ده۔ صوبائي كابينې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په سختو حالاتو كښې د ټولو نه وړاندې واكمن او رياستي ادارو له خپل مراعات كمول پكار دي دغسې چې په اولس بار نه پرېوځي۔ وزيراعليٰ ووئيل پروټوکول او …

پېښور 09 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا و زيراعليٰ سهيل آفريدي ووئيل د توان بحران او د پيټروليم بيعو كښې د زياتولي اثراتو څخه اولس ساتل د حكومت بنيادي ذمه واري ده۔ صوبائي كابينې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په سختو حالاتو كښې د ټولو نه وړاندې واكمن او رياستي ادارو له خپل مراعات كمول پكار دي دغسې چې په اولس بار نه پرېوځي۔ وزيراعليٰ ووئيل پروټوکول او په سرکاري خرڅونو كښې كمې كولو سره بايد اولس ته ريليف وركړې شي۔ ده زور راوړو چې پاكستان كښې د قربانۍ په وخت تل اولس په نښه كېږي او دا رويه بدلول پكار ده۔ ده ووئيل چې د کووډ-19 د نړيوال بحران باوجود د عمران خان په دور كښې اولس او كاروبار ته ريليف وركړې شوې او هم دغه اصول د موجوده حكومت ترجيح ده۔ ده واضح كړه چې صوبائي حكومت به د هرې ھغې پرېكړې مخالفت كوي كومې چې په اولس اضافي بوجھ اچوي۔ سهيل آپريدي ووئيل چې په سخته وضعه كښې حكومتي اقدامات او معاشرتي سهولتونه دې اولس لپاره د ريليف سبب جوړ كړې شي او د سركاري وسائلو زياته ګټه دې تر اولس ورسولې شي۔

مزید خبریں