کوئټه۔ 09 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلیُ مير سرفراز بګټي د تربت دورې په مهال د نوې ضلعې تمپ جوړولو نوټيفكېشن په باقاعده توګه صوبائي پارليماني سېكرټري مير اصفر رند ته وسپارلو۔ په دې موقع وزيراعلی ووئيل د تمپ ضلعې جوړېدل به په سيمه كښې د انتظاميې نظام مؤثر كولو ٬ د پرمختيائي عمل ګړندي كولو او حكومتي آسانۍ اولس ته رسولو پلو مهم پېشرفت ثابت شي۔ ده …
د انتظاميې ډھانچې مضبوطولو او په ځايې كچه ګورننس ښه كولو له نوې ضلعې جوړول ضروري دي: د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 09 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلیُ مير سرفراز بګټي د تربت دورې په مهال د نوې ضلعې تمپ جوړولو نوټيفكېشن په باقاعده توګه صوبائي پارليماني سېكرټري مير اصفر رند ته وسپارلو۔ په دې موقع وزيراعلی ووئيل د تمپ ضلعې جوړېدل به په سيمه كښې د انتظاميې نظام مؤثر كولو ٬ د پرمختيائي عمل ګړندي كولو او حكومتي آسانۍ اولس ته رسولو پلو مهم پېشرفت ثابت شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د بلوچستان لرې پرتو سيمو پرمختګ ته ترجيح وركوي او دغلته اولس ته د بنيادي آسانيو رسولو له عملي اقدامات كوي۔ وزيراعلی ووئيل د انتظاميې ډھانچې مضبوطولو او په ځايې كچه ګورننس ښه كولو له نوې ضلعې جوړول ضروري دي۔ ده ددې عزم پخلې وكړو چې بلوچستان حكومت به د صوبې په بېلو سيو كښې د پرمختيائي منصوبو رفتار لا ګړندې كړي او د اولسي خېر ښېګړې منصوبې به په ترجيحي بنيادونو بشپړ كړې شي۔ په دستوره كښې د منصوبه بندۍ صوبائي وزير میر ظهور احمد بلیدی، د خزانې صوبائی وزیر میر شعیب نوشیروانی او د ريونيو صوبائي وزير میر عاصم کرد ګیلو هم وزيراعلی سره موجود و۔ دستوره كښې د د بېلو محكمو اعلی چارواكو هم ګډون وكړو۔ صوبائي پارليماني سېكرټري مير اصفر رند د نوې ضلعې تمپ جوړولو نوټيفكېشن په باقاعده توګه سپارلو د وزيراعلی مننه كولو سره ووئيل دا د اولس يوه پخوانۍ غوښتنه وه كومه چې نن ترسره شوه۔










