لاهور۔4مارچ(اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ په بنګله دېش كښې كېدونكي د درې يو ورځنيو مېچونو سيريز لپاره 15 كسيزه سكواډ اعلان كړے دے۔ سيريز به 11 څخه تر 15 مارچ په ډھاكه كښې كيږي او درې واړه مېچونه به په بنګلا نېشنل کرکټ سټېډیم كښې كيږي۔ فاسټ بولر شاهین شاہ آفریدې به د لوبډلې مشري جاري ساتي۔ په سكواډ كښې 6 غېر کېپډ لوبغاړي هم شامل كړے شوي دي۔ …
پاكستان كركټ بورډ په بنګله ديش كښې د درې ميچونو سيريز لپاره 15 كسيزه سكواډ اعلان كړو

مزید خبریں
لاهور۔4مارچ(اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ په بنګله دېش كښې كېدونكي د درې يو ورځنيو مېچونو سيريز لپاره 15 كسيزه سكواډ اعلان كړے دے۔ سيريز به 11 څخه تر 15 مارچ په ډھاكه كښې كيږي او درې واړه مېچونه به په بنګلا نېشنل کرکټ سټېډیم كښې كيږي۔ فاسټ بولر شاهین شاہ آفریدې به د لوبډلې مشري جاري ساتي۔ په سكواډ كښې 6 غېر کېپډ لوبغاړي هم شامل كړے شوي دي۔ په غېر کېپډ لوبغاړو كښې عبدالصمد، معاذ صداقت، غازی غوری، سعد مسعود، صاحبزادہ فرحان او شامل حسېن شامل دے۔ په اعلان كړې شوي 15 كسيزه اسکواډ شاهین شاہ آفریدی (کپتان)، عبدالصمد، ابرار احمد، فهیم اشرف، فېصل اکرم، حارث رؤف، حسین طلعت، معاذ صداقت، رضوان (وکټ کیپر)، وسیم جونیئر، غازی غوری (وکټ کیپر)، سعد مسعود، صاحبزادہ فرحان، سلمان علی آغا او شامل حسېن شامل دے۔ د ۔شېډول له مخې قومي لوبډله به په 8 مارچ بنګله دېش ته رسي۔ په 10 مارچ به پرېكټس سېشن كيږي۔ اولنې مېچ به په 11 مارچ، دويم په 13 مارچ او درېم او وروستې په 15 مارچ شېرِ بنګلا نېشنل کرکټ سټېډیم، ډھاكه كښې كيږي






