په سكواش كښې د پاكستان سباؤن روښانه دے٬ په نړيواله كچه د هيواد نامه روښانه كولو صلاحيت لرونكي لوبغاړي شتون لري٬ د سكواش پخواني نړيوال چيمپئن قمر زمان

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) د سكواش پخواني نړيوال چېمپئن ، د پاکستان سکواش فېډرېشن اېګزېکټو غړي او د خېبر پښتونخوا سکواش اېسوسی اېشن چیئرمېن قمر زمان وئيلي دي چې د سكواش په مېدان كښې د پاكستان سباؤن روښانه دے ٬ په هېواد كښې داسې زلمي لوبغاړي شته كوم چې په نړيواله كچه سترو لوبو كښې د پاكستان نامه روښانه كولې شي٬ په هېواد كښې نوې ټېلېنټ رامخې ته كولو له …

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) د سكواش پخواني نړيوال چېمپئن ، د پاکستان سکواش فېډرېشن اېګزېکټو غړي او د خېبر پښتونخوا سکواش اېسوسی اېشن چیئرمېن قمر زمان وئيلي دي چې د سكواش په مېدان كښې د پاكستان سباؤن روښانه دے ٬ په هېواد كښې داسې زلمي لوبغاړي شته كوم چې په نړيواله كچه سترو لوبو كښې د پاكستان نامه روښانه كولې شي٬ په هېواد كښې نوې ټېلېنټ رامخې ته كولو له په بېلو ښارونو كښې تربيتي كېمپونه لګولې شوي دي۔ د نهې په ورځ اے پي پي سره مركه كښې ده ووئيل په هېواد كښی نوې ټېلنټ رامخے ته كولو له په پېښور او لاهور كښې تربېتي كېمپونه روان دي۔ ه ووئيل فېډر په لاهور كښې هم تربيتي كېمپونه لګولې دي۔ دې سره سره په اسلام آباد كښې د ټاپ رېنکنګ 10 لوبغاړو تربيتي كېمپ روان دے۔ ده ووئيل د لوبغاړو سكلز فټنس كښې بهترۍ لپاره بايد هر شپږ مياشتو كښې تربيتي كېمپونه ولګولې شي دغسې چې د لوبغاړو فزيكل فټنس او مورال لا ښه كړے شي او هغوي په نړيوالو مقابلو كښې كاميابۍ ترلاسه كولو سره لا لاسه وركړې پخوانے مقام يو وارې بيا ترلاسه كړې شي۔