كولمبو۔ 26 فروري (اےپي پي)د سري لنكا كركټ ډلې كپتان داسن شاكا وئېلي دي پاكستان يو مضبوط او منظم سيال دے چا له ماتې وركول به چې بيخي آسانه نه وي٬ د نيوزي لېنډ ډلې نه د ماتې خوړولو نه پس “ اے پي پي” سره خاص خبرو او پرېس كانفرنس ته هغه ووئېل د پاكستان ډله صلاحيت لرونكې لوبغاړي لري او په لويو مقابلو كښې عمر له سخت چېلنج …
پاكستان يو مضبوط او منظم حريف دے ٬ ماتې وركول به آسانه نه وي٬د سري لنكا لوبډلې كپتان داسن شاكا د “ اے پي پي” سره خاص خبرې

مزید خبریں
كولمبو۔ 26 فروري (اےپي پي)د سري لنكا كركټ ډلې كپتان داسن شاكا وئېلي دي پاكستان يو مضبوط او منظم سيال دے چا له ماتې وركول به چې بيخي آسانه نه وي٬ د نيوزي لېنډ ډلې نه د ماتې خوړولو نه پس “ اے پي پي” سره خاص خبرو او پرېس كانفرنس ته هغه ووئېل د پاكستان ډله صلاحيت لرونكې لوبغاړي لري او په لويو مقابلو كښې عمر له سخت چېلنج وركوي ۔ د هغه تر مخه د پاكستان خلاف عمر له مېچ خوندور او د فشار نه ډك وي ٬ ځكه زمونږ ډلې له به په هره څانګه كښې غوره كاركردګي ښودل وي ۔ د داسن شاكا وېنا وه چې زه پاكستان په هيڅ صورت آسان حريف نه ګڼم او د سيالۍ لپاره په زړه پورې چمتوالے نيولے كېږي۔ هغه ووئېل چې زموڼږ ډله به په مېدان كښې ښه محنت كوي او كتونكو ته به يوه سخته او خوندوره مقابله كتلو ته ورمخې ته شي ۔ د سري لنكا كپتان د دې عزم څرګندونه هم وكړه چې د سري لنكا لوبغاړي به د مثبت لائحې سره مېدان ته كوزېږي او تر آخر به مقابله كوي۔ هغه پرېس كانفرنس ته ووئېل ډله يوازې په مېدان كښې نه بلكې د مېدان نه بهر هم د ډېر فشار سره مخ وه ۔ د هغه وېنا وه چې پرله پسې ناوړه خبرو او ټكونو د لوبغاړو ذهني كفيت متاثره كړو۔ زه د لوبغاړي په حېث عمر له د مثبت پاتي كېدو هڅه كوم خو چې د څلورو اړخو نه د تنقيد او مايوسۍ ماحول وي نو د دغې اثرات په ځوانانو لوبغاړو ضرور پرېوځي۔ هغه ووئېل خلق د مقابلې كتلو نه غېر خپله رائے جوړوي كومه چې د ډلې لپاره زيان منده ده۔ د هغه تر مخه كه ممكن وي نو چارواكو له پكار دي چې د سباون لوبغاړي د دې ناوړه فضا نه ساتلو لپاره ګامونه واخلي دغسې چې د دوي ذهني صحت خوندي پاتي شي ۔






