آئی سی سی مینز ټی 20 ورلډ کپ سپر ایټ راؤنډ، د پاكستان سيمي فائنل ته لاسرسي ستوزمنې وضعې سره مخ شوه

کېنېډی ۔26فروری(اے پی پی) په لسم آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 كښی د پاكستان سيمي فائنل ته لاسرسي ستوزمنې وضعې سره مخ شوې ده او اوس به ګرين شرټس له د سيمي فائنل په مرحله كښې ځاې جوړولو له نه يوازې په خپله بريا بلكې د نورو مقابلو په نتيجو هم خصوصي نظر ساتل وي۔ پرله پسې دوه ناكامو څخه وروستو سري لنكا د سيمې فائنل …

کېنېډی ۔26فروری(اے پی پی) په لسم آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 كښی د پاكستان سيمي فائنل ته لاسرسي ستوزمنې وضعې سره مخ شوې ده او اوس به ګرين شرټس له د سيمي فائنل په مرحله كښې ځاې جوړولو له نه يوازې په خپله بريا بلكې د نورو مقابلو په نتيجو هم خصوصي نظر ساتل وي۔ پرله پسې دوه ناكامو څخه وروستو سري لنكا د سيمې فائنل زغل څخه بهر شوې ده٬ بياهم پاكستانۍ لوبډلې لپاره د مېګا ايونټ سيمي فائنل مرحلې ته د رسېدو په لاره كښې ستونزې زياتې شوي دي۔ په ګروپ كښې د نيوزي لېنډ رن رېټ 3.05 پلس دے او د پاكستان منفي 0.46 دے۔ نيوزي لېنډ به خپل وروستے مېچ د جمعې په ورځ د انګلېنډ او پاكستان د خالي په ورځ د سري لنكا په ضد كوي۔ كه نېوزي لېنډ انګلېنډ ته ماتې وركوي نو د پاكستان امكانات به وروستي مېچ څخه وړاندې ختم شي او كه په دويم صورت كښې كېوز ماتې خوري نو پاكستان لپاره به دروازه پرانستې وي۔ بياهم پاكستان به د سري لنكا په ضد سترې بريا ته اړتيا لري دغسې چې نېټ رن رېټ زيات ښه كړے شي