د پاکستان ډله كه د ټي ټونټي ورلډ کپ سیمي فائنل یا فائنل ته رسېږي نو په کولکته او احمد آباد كښې د شیډول میچز ټکټ اغستونكو ته به خپلې روپۍ بېرته وركړې كېږي ،آئي سي سي

کینډي ۔25فروري (اے پي پي)انټرنیشنل کرکټ کونسل اعلان کړے دے که د پاکستان لوب ډله د آئي سي سي مینز ټي ټونټي ورلډ کپ 2026 سیمي فائنل یا فائنل ته رسېږي نو د کولکته او احمد آباد شیډول میچز ټکټ اغستونكو ته به خپلې مكمل روپغ بېرته وركړې كېږي۔ د نهې په ورځ د سیمي فائنلز او فائنل د ټکټونو خرڅول پېل شول ٬ ، د كومې سره چې ہي …

کینډي ۔25فروري (اے پي پي)انټرنیشنل کرکټ کونسل اعلان کړے دے که د پاکستان لوب ډله د آئي سي سي مینز ټي ټونټي ورلډ کپ 2026 سیمي فائنل یا فائنل ته رسېږي نو د کولکته او احمد آباد شیډول میچز ټکټ اغستونكو ته به خپلې مكمل روپغ بېرته وركړې كېږي۔ د نهې په ورځ د سیمي فائنلز او فائنل د ټکټونو خرڅول پېل شول ٬ ، د كومې سره چې ہي آئي سي سي دا مهمه پالیسي هم جاري كړه ۔ د اعلان تر مخه كه پاکستان سیمی فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړي او میچ کولکته كښې كېدل وي نو د هغه ځائے ټکټ ہولډرز ته به مکمل ریفنډ وركولې شي ۔ دغسې كه پاکستان تر فائنل رسنه تر لاسه كوي او پرېكند مېچ په احمد آباد كښې كېدل وي نو د دغې میچ ټکټ اغستونكو ته به خپلې روپۍ بېرته وركولې شي ۔ آئي سي سي زياته كړې كه سری لنکا سیمی فائنل لپاره کوالیفائي كوي او د هغوي سيالي د هند نه علاوہ د كومې بلې ډلې سره جورېږي نو په داسې صورت به هم ټکټ هولډرز ته ریفنډ وركولې شي ۔ سیمي فائنلز به په 4 مارچ او 5 مارچ٬ دغسې فائنل به په 8 مارچ کېږي ۔۔