مخلوط حكومت كښې د شاملو ګوندونو په مرسته به د قامي پرمختګ سفر لا ګړندے كولې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه سره خبرې

اسلام آباد 25فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د اتحادي ګوندونو ترمينځه هم غږۍ او مشاورت د قامي استحكام او پالېسو تسلسل لپاره ضروري ګرځولو سره وئېلي دي مخلوط حكومت كښې د شاملو ګوندونو په مرسته به د قامي پرمختګ سفر لا ګړندے كولې شي٬وفاقي حكومت به سندھ كښې روانو پرمختيائي پروژو زر تر زره بشپړیدو لپاره هر ممكن مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد …

اسلام آباد 25فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د اتحادي ګوندونو ترمينځه هم غږۍ او مشاورت د قامي استحكام او پالېسو تسلسل لپاره ضروري ګرځولو سره وئېلي دي مخلوط حكومت كښې د شاملو ګوندونو په مرسته به د قامي پرمختګ سفر لا ګړندے كولې شي٬وفاقي حكومت به سندھ كښې روانو پرمختيائي پروژو زر تر زره بشپړیدو لپاره هر ممكن مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ اسلام آباد كښې هغه سره ملاقات وكړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د سندھ وزيراعلٰی په صوبه كښې په روانو پرمختيائي پروژو كښې د پېشرفت په اړه وزيراعظم ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت به سندھ كښې روانو پرمختيائي پروژو زر تر زره بشپړیدو لپاره هر ممكن مرسته وركوي۔ده اړوندو وزارتونو ته هدايت وكړو چې هغوي صوبائي حكومت سره نزدې رابطه اوساتي دغسې چې د اولس ښېګړې له پروژو كښې تندوالې راوستلے شي۔وزيراعظم ووئيل پيپلز پارټي د وفاق مهم اتحادي ګوند دے او مخلوط حكومت كښې د شاملو ګوندونو په مرسته به د قامي پرمختګ سفر لا تندولې شي۔ده ووئيل د اتحادي ګوندونو ترمينځه همغږۍ او مشاورت د قامي استحكام او پاليسو تسلسل لپاره ضرورې دي۔وزيراعظم د مخلوط حكومت يو مهم اتحادي په توګه د سندھ قيادت كردار ستائېلو سره ووئېل د وفاق او صوبو ترمينځه مضبوط روابط څخه به جمهوري نظام ته تقويت ترلاسه شي او د اولس مسئلو حل له به مرسته ترلاسه شي۔په ملاقات كښې د سندھ په سياسي چارو او د شريكې خوښې په نورو معاملات هم تفصيلي خبرې وشوې۔په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار٬وفاقي وزيران٬اعظم نذير تارړ٬احسن اقبال او د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله هم موجود وو۔

مزید خبریں