اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بوليده ميناز تربت كښې د فتنه الهندوستان لخوا په كور بريد كښې د يوې كورنۍ د 6 كسان و د وژلو او سوځولو غندنه كړې ده ۔د شورو په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل بې ګناه ماشومان او ميرمنې په نخښه كول انسانيت سوز او بزدلانه فعل دے٬بې ګناه وګړي په نخښه كول او ژوندي سوځول …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بوليده ميناز٬تربت كښې د فتنه الهندوستان لخوا په كور بريد كښې د يوې كورنۍ د 6 كسانو د وژلو او سوځولو غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بوليده ميناز تربت كښې د فتنه الهندوستان لخوا په كور بريد كښې د يوې كورنۍ د 6 كسان و د وژلو او سوځولو غندنه كړې ده ۔د شورو په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل بې ګناه ماشومان او ميرمنې په نخښه كول انسانيت سوز او بزدلانه فعل دے٬بې ګناه وګړي په نخښه كول او ژوندي سوځول د كوم هم مذهب٬ټولنې او روايت او اقدار په ضد عمل دے۔ده ووئيل د بې ګناه كورنۍ كور ته اور لګول ښكاره د ترهه ګرۍ او درندګۍ بدترين مثال دے٬ترهه ګر عناصر د بلوچ روايات او قامي اقدارو بدنامولو ناوړه هڅه كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو كورنۍ سره ديو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئېل په دې افسوس ناكه پېښه كښې د شهيدو شوو كسانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ده هدايت وكړو چې په پېښه كښې دې ككړ عناصر ته دې سخته سزا وركړې شي۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔










