اسلام آباد۔25فرويی (اے پي پي) د تعلیم او پیشه ورہ تربیي وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صدیقي په پلازمينه كښې تر تعلیم رسنه مضبوطولو لپاره د يو مهم اقدام په توكه د آئي سي ټي په كچه د ’’نو چائلډ لیفټ بهائند‘‘ كمپائن پېل كړے دے ۔ دا يو هدفي او په ټاكلې مودې مشتمل اقدام دے د كوم مقصد چې د اسلام آباد په حدود كښې سکول ته نه …
وفاقي وزیر داکټر خالد مقبول صدیقي په اسلام آباد كښې د ’’نو چائلډ لیفټ بیهائنډ‘‘كمپائن پېل كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔25فرويی (اے پي پي) د تعلیم او پیشه ورہ تربیي وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صدیقي په پلازمينه كښې تر تعلیم رسنه مضبوطولو لپاره د يو مهم اقدام په توكه د آئي سي ټي په كچه د ’’نو چائلډ لیفټ بهائند‘‘ كمپائن پېل كړے دے ۔ دا يو هدفي او په ټاكلې مودې مشتمل اقدام دے د كوم مقصد چې د اسلام آباد په حدود كښې سکول ته نه تلونكې هر ماشوم له داخله وركول او د ټولو لپاره پائیدار او د معیاري تعلیمي موقعو باوري كول دي ۔ دا كمپائن د تعلیم و پیشه ورہ تربیي وفاقي وزير په مشرۍ كښې پېل كړے شوے او د حکومت د هغې كلك عزم عکاسي کوي كوم چې د پاکستان آئين آرټیکل 25-اے تر مخه هر ماشوم ته د وړيا او لازمي تعلیم وركړه باوري كوي ۔ وفاقي وزیردا اقدام د ’’ شموليت او ځواب وركولو مشن‘‘ ګرځولو سره ووئېل حکومت د زیاتو نه زيات وسائل به کارروي، ادارہ جاتي روابط به مضبوطوي او جدید لارې چارې به خپلوي ٬ دغسې چې آئي سي ټي كښې کوم هم ماشوم د غربت، سماجي خنډانو ، معذورۍ یا د نورو مسائلو د لاسه د تعلیم نه محروم پاتي نشي ۔ ده ووئېل په راروانو دريو كلونو كښې به د زياتو نه زياتو ماشومانو په ګوته كولو او د دوي بيا په سکولونو كښې د كېنولو منصوبه جوړه كرې شوې ۔ د سیکنډ شفټ، تند رفتاره تعلیمي پروګرامز او د متبادل تعلیمي لارو دائرہ کار زياتولو سره به سکولونو كښې ګنجائش زياتولې شي ۔ د سپېځلتيا ، ځواب وركولو او د پیمائش وړ پیش رفت لپاره ډیجیټل ډیش بورډز او د ریئل ټائم مانیټرنګ سسټمز به نافذ کولې شي ۔ ده ووئېل د مور او پلار، د ټولنې لارښودو ، سول سوسائټۍ او د ترقیاتي شراکت دارو په متحرک کولو به دې قامي مقصد كښې مشترکه ذمه وارۍ ته وده وركولې شي ۔ وفاقي وزیر ووئېل دا يوازې يو اعلان نه يو عملي او د پیمائش وړ عزم دے ، مونږ به د زياتو نه زياتې داخلې ، مستقل حاضرۍ او معیاری تعلیمي نتائج باوري كوو ، زموڼږ هدف واضحه دے ، په آئي سي ټي كښې د تعلیمي محرومۍ خاتمه كول دي










